Book Name:Hazrat Usman-e-Ghani Ki Shan

  حضرتِ سيِّدُنا عُثمانِ غني رَضِىَ اللهُ   تَعَالٰی  عَـنْهُ يوه ورځ اودس كولو او مُسكے شو! خلقو [د مُسكي كيدو] د وجهې تپوس اوكړو نو اوئې فرمائيل: ما يو ځل سركارِ نامدار صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په هُم دې ځائے باندې د اودس كولو نه پس په مُسكي كيدو ليدلے وو.

(اَيضاً ص١٣٠، حديث٤١٥ مُلَخَّصاً)

په سخته يخنئ كښې د خوږ نبي صَلَّى اللهُ  تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په فرمان مبارك باندے عمل

      اَميرُ المُؤمِنِين حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني رَضِیَ اللّٰهُ تعالٰى  عَنْه يو ځل د يخنئ په شپه كښې د لـمونځ كولو اراده اوكړه نو خپل غلام حضرت حُمران رَضِیَ اللّٰہُ تعالٰى  عَنْه نه ئې د اوداسه د پاره اوبه اوغوښتلي. غلام اوبه وړاندې كړے، هغوئي په هغے اودس كول شروع كړلو نو غلام عرض اوكړو: الله پاك دِ ستاسو حفاظت اوفرمائي، تاسو اودس كوئ او شپه ډيره سخته يخه ده. حضرت سَيِّدُنا عثمانِ غني  رَضِیَ اللّٰہُ تعالٰى  عَنْه په جواب كښې اوفرمائيل: ما د نبي كريم صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه اوريدلي دي چه كوم بنده كامِل اودس اوكړي، الله پاك د هغه تير شوي او راروان ګناهونه بخښي.                      (مسندالبزار،مسند عثمان بن عفان،۲/۷۵، الحدیث: ۴۲۲)

تیر ی سُنّتوں پہ چل کر ،مری رُوح جب نکل کر

چلے تُو گلے لگانا مدنی مدینے والے

ملے سُنّتوں کا جذبہ مِرے بھائی چھوڑیں مولیٰ

سبھی داڑھیاں منڈانا مدنی مدینے والے

مری آنیوالی نسلیں ترے عشق ہی میں مچلیں

اُنہیں نیک تُو بنانا مدنی مدینے والے

(وسائل بخشش مرمم،ص۴۲۸۔۴۲۹)

صَـلُّـوْا  عَلَـی الْحَبِیْب!                                                                                            صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد