Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail
پۀ روايت کښې دي: د محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معمول مبارک دا وو چې د اَصحابِ صُفَّه سره به تشريف فرما وو، که څۀ کار به وو نو کور ته به يـې تشريف وړلو، چې کله دا آيت نازل شو نو د دې نه پس يـې معمول مبارک دا شو چې تر څو پورې به اَصحابِ صُفَّه پۀ خدمت کښې حاضر وو نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هم تشريف فرما وو، چې کله به هغوئي پاڅيدل نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به بيا چرته تشريف وړلو، تر دې پورې چې هغوئي به د خپل څۀ ضرورت د پاره هم تشريف نۀ وړلو۔([1])
تم عرش کے تاجدار مولی تم فرش کے باوَقار آقا
اس شان کے ہم نے کیا کسی نے دیکھے نہیں زِینہار آقا
سرکار کے تاجدار بندے سرکار ہیں تاجدار آقا
وضاحت: یا رسولَ اللہ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو د عرش تاجدار او په زمکه باندې د عزتونو والا يئ۔ څنګه چې ستاسو شان دے داسې نه مونږه څوک ليدلے نه بل چا ليدلے، بلکې ستاسو په شان بل هيڅوک نشته، لکه څنګه چې تاسو صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاک محبوب او د هغۀ د خدائۍ تاجدار يئ، ستاسو په عطا ستاسو غلامان هم تاجداران دي، د عزتونو والا دي۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اَصحابِ صُفَّه د عبادت سره شوق
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه دوه آيتونه مبارک واوريدل، پۀ دې دواړو آيتونو کښې اِرشاد وشو: