Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail
غريبانانو سره پۀ کيناستو کښې شرم راځي، که دوئي د دې ځائے نه پاڅولے شي نو مونږ به کلمه ووايو۔ د غريبانانو آقا، د بے وسو داتا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې غوښتنې نه صفا اِنکار وکړو۔ پۀ دې باندې دا آيت مبارک نازل شو، فرمائي: اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! هٰغه خوش قِسمته، نيک زړۀ والا مسلمانان کوم چې سحر او ماښام د الله پاک نه سوال کوي، عبادت کوي، صرف او صرف د الله پاک د رضا طلب ګار اوسي، هغوئي د خپل ځان نه مۀ جُدا کوئ۔([1])
جو تِرا ہو گیا خُدا کا ہوا جو خُدا کا ہوا، ہوا تیرا
حوصلے کیوں کیوں گھٹیں غریبوں کے ہے اِرادہ بڑھا ہوا تیرا([2])
د دې صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم پۀ باره کښې الله پاک نور اِرشاد فرمائي:
وَ اِذَا جَآءَكَ الَّذِیْنَ یُؤْمِنُوْنَ بِاٰیٰتِنَا فَقُلْ سَلٰمٌ عَلَیْكُمْ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلٰى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَۙ (پارہ:7، سورۀ انعام:54)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چې کله ستا پۀ دربار کښې هٰغه خلق حاضر شي کوم چې زمونږ پۀ آيتونو ايمان راوړي نو هغوئي ته وفرمايۀ: ” پۀ تاسو دې سلام وي“ ستاسو رَبّ پۀ خپله ذِمۀ کرم باندې رحمت لازم کړے دے۔
يعنې اے محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا پاک خلق کومو چې زمونږ پۀ آيتونو باندې ايمان راوړو، چې کله دوئي ستا پۀ خدمت کښې حاضر شي نو ٭ تاسو د دوئي قدر او عزت کوئ! ٭ د دوئي سره پۀ سلام کښې پهل [يعنې وړومبے والے] کوئ! ٭ او دوئي له دا زيرے ورکړئ