Ahl e Suffah Ke Fazail

Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail

هٰغه يوه نمړۍ زما لوږه ختمه شوه۔([1])

سُبْحٰنَ اللہ!

اِنَّا اَعْطَیْنٰكَ الْكَوْثَر                                                                                                                              ساری کثرت پاتے یہ ہیں

ٹھنڈا ٹھنڈا میٹھا میٹھا                                         پیتے ہم ہیں، پلاتے یہ ہیں

رَبّ ہے معطی یہ ہیں قاسِم                               رِزْق اس کا ہے کھلاتے یہ ہیں

پۀ پئيو باندې موړ شوم

د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د پئيو والا واقعه خو ډيره مشهوره ده، مونږ به ډير ځل اوريدلې هم وي، حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وږے شوے وو، د چا نه يـې څۀ غوښتل هم نۀ۔

سُبْحٰنَ اللہ! دا هم د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم کمال دے، تر ډيرو ډيرو ورځو پورې به يـې لوږه برداشت کوله خو خُود داري به يـې قائِمه ساتله، چا ته به يـې لاسونه نۀ نيول او ولې به يـې نيول۔۔۔؟

میں در در پھروں چھوڑ کر کیوں ترا دَر؟                      اُٹھائے بلا میری احسانِ عالَم

میں سرکارِ عالی کے قربان جاؤں                               بھکاری ہیں اس دَر کے شاہانِ عالَم

خير! حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وږے شوے وو، د چا نه يـې څۀ نۀ غوښتل، ځکه پۀ لار کښې پۀ يو ځائے کښې کيناستو۔ لږ وخت تير شوے وو چې د مسلمانانو وړومبے خليفه عاشقِ اکبر حضرت ابو بکر صِدِّيق رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ هٰغه ځائے تيريدلو، حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ور وړاندې شو او د هغوئي نه يـې د قرآنِ پاک د يو آيت پۀ باره کښې پوښتنه وکړه، پۀ زړۀ کښې يـې دا وو چې صِدِّيقِ اکبر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پۀ مخ باندې د لوږې نخښې وويني نو د خوراک دعوت به راله پخپله راکړي خو هغوئي د پوښتنې جواب ورکړو


 

 



[1]...فتح الباری لابن حجر، کتاب الرقاق، باب کیف کان...الخ، جلد:11، صفحہ:349، زیرِ حدیث:6452۔