Ahl e Suffah Ke Fazail

Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail

د دعوتِ اِسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net نه ډاؤن لوډ کړئ او نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ

د شعبۀ حج او عمره اعلان

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! هٰغه عاشقانِ رسول کوم چې د ګورنمنټ اسکيم حج پاليسي 2026 پاکستان لاندې حج ته د تلو اراده لري او د دعوتِ اسلامي د شعبۀ حج او عمره په حج ګروپس کښې شامليدو سره دا مقدس فريضه سر ته رسول غواړي، هغوئي دې د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ www.dawateislami.net په ذريعه خپل د حج معاونت فارم online جمع کړي۔ د نورو معلوماتو د پاره د اجتماع نه پس د شعبۀ حج او عمره په بستو باندې موجودو اسلامي وروڼو سره يا په دې نمبرو رابطه اوکړئ! 03700032626 - 03705065072

صَــلُّــوْا  عَـلَـی   الْـحَــبِـيْــب!    ٭٭٭    صَـلَّـی اللهُ  عَلـٰی   مُـحَـمَّد

1500 کلن جشنِ ولادت

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! ربیعُ الاوَّل شريف د ډيرو عظمتونو، فضيلتونو او سعادتونو والا مياشت ده۔ په دې مياشت کښې زمونږه آقا او مولا، د رحمتونو والا، د عظمتونو والا، د اوچتو شانونو والا آخري نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې دنيا ته تشريف راوړے وو۔

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول يو يو ماشوم د دې مياشتې سره مينه کوي۔ او داسې به ولې نه وي چې..؟

ربیعِ پاک تجھ پر اہلسنّت کیوں نہ قرباں ہوں             کہ   تیری   بارہویں  تاریخ   وہ   جانِ   قمر   آیا([1])

دا ځل خو ربيع الاوّل شريف نور هم خاص دے چې دا ځل د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 1500 کلن جشنِ ولادت راروان دے۔


 

 



[1]... قبالۂ بخشش، صفحہ:55۔