Ahl e Suffah Ke Fazail

Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail

پۀ هغې کښې يوه پوښتنه دا هم ده چې تا عِلم د کوم ځائے نه حاصِل کړو او پۀ هغې دې څومره عمل وکړو۔

دا پوښتنه به کيږي، که مونږه پۀ دِيني اِداره کښې کار کوو نو دا خو مونږه د خپل اخرت پۀ تيارۍ کښې مصروف يو، د دې سره سره که تنخوا هم ميلاؤيږي، اګر که 5 زره، 10 زره کمې هم وي، بيا خو دا د ډبل  فائدې خبره ده، د کور خرچه پرې هم روانه ده او د دِين خِدمت هم کيږي۔

مننه چې پۀ ما باندې مو بيان وکړو

محدثِ اعظم پاکستان مولانا سردار احمد صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي عالمِ دين تير شوے دے۔ يو ځل يـې يو محفل ته د بيان د پاره تشريف يوړو، د هٰغه کور اوسيدونکي غريبان خلق وو، دوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغوئي کره بيان اوفرمائيلو۔ د بيان ختميدو نه پس په واپسئ پکار خو دا وي چې د کور والا څه نذرانه پيش کړي، دوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل ځان نه څه رقم هغوئي ته پيش کړو، د کور مالک عرض اوکړو: حضور تاسو مونږ ولې شرمِنده کوئ۔

سُبْحٰنَ الله! د الله والؤ څومره اوچت شان دے۔ دوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: اے د خدائے بنده دا رقم زۀ تاسو ته د شکريه په توګه درکووم، ځکه چې تاسو ما ته د الله پاک او د هغۀ د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ذکر کولو موقع راکړه۔([1])

دا د الله والؤ شان وي۔ کاش چې مونږه هم دا ذِهن جوړ کړو۔

دُنيا يا اخرت۔۔۔؟

ښه۔۔۔!! ما چي دا څۀ عرض کړه، دا د هغوئي پۀ باره کښې دي کوم خلق چې څۀ نا


 

 



[1]...حیاتِ محدث اعظم پاکستان، صفحہ:184-185 ملخصاً۔