Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail
هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بر صغير مشهوره او معروفه هستي ده، د پاکستان خو کيدے شي چې ماشوم ماشوم د هغوئي د پاک نوم نه خبر وي۔ د هغوئي پۀ ژوند مبارک باندې غور وکړئ۔ د صاحبِ فَقر بزرګ وو يعنې هغوئي د دُنيا او د مال او د دولت نه بے نيازه وو، د دُنيا د لالچ، حرص او د هوس نه پاک، بس د رَبِّ کريم پۀ طلب کښې ژوند تيرولو والا وو۔ کله چې هغوئي لاهور ته تشريف راوړو نو هٰغه وخت يـې هم د ځان سره زيات ساز او سامان نۀ وو راوړے، بس داسې ووايۍ چې پۀ ظاهره هغوئي خالي لاسونه تشريف راوړو، بيا چې يـې دلته تشريف راوړو نو وړومبے يـې د کپړې پۀ خيمه کښې قيام وفرمائيلو، وروستو هغوئي بيا محلونه او بنګلې وغيره جوړې نۀ کړې، بس د دِين پۀ خِدمت کښې يـې ټول ژوند تير کړو۔ هغوئي د دِين خدمت وکړو، نن څه کم ېا زياتې 12 صدۍ تيرې شوې دي، دَر مبارک ته يـې نن هم ډير خلق راځي۔ که ورځ وي، که شپه وي، که ماسپښين وي، ډيره ګرمي وي يا سخته يخني وي، هر وخت يـې پاک دَر د عاشقانو نه ډک وي۔ دا د دِين د خِدمت برکتونه دي۔ دوئي هر څۀ د دِين د پاره قربان کړل، الله پاک لوئي لوئي خلق د دوئي د دَر غلامان کړه۔
داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله ليکلي دي چي: يو ځل زۀ د خپل کامِل پير (شيخ ابو الحسن خُتَّلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) سره دِمَشق ته روان ووم، پيدل سفر وو، باران شوے وو، ځکه پۀ لاره کښې خټې وې، فرمائي: ما ته پۀ تللو کښې تکليف وو خو چې کله مې د پير صاحب طرف ته وکتل نو د هغوئي جامې او پيزار وَچ وو، هغه بالکل پۀ خټو نۀ وې سخا شوې۔ ما پۀ حيرانتيا سره د دې د حِکمت پوښتنه وکړه نو اوئې فرمائيل: د کله نه چې ما توکل اختيار کړے دے او زړۀ مې د لالچ نه لرې کړے دے، د هٰغه وخت نه الله پاک زۀ د خټو نه بچ کړے يم۔ ([1])