Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail
چې الله پاک فضل کړے دے او پۀ خپله ذِمَّۀ کرم باندې يـې رحم لازم کړے دے۔([1])
حضرت خباب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: د دې آيتِ مبارک د نازليدو نه پس به خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته دومره زيات د نزدې کيدو شرف راکولو چې زمونږه زنګونان به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د زنګونانو مبارکو سره لګيدل۔([2])
جب تک بِکے نہ تھے ، کوئی پوچھتا نہ تھا آپ نے خرید کر ہمیں انمول کر دیا
ستاسو چې پۀ چا مينه راشي
پۀ يو ځائے کښې الله پاک فرمائي:
وَ اصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ رَبَّهُمْ بِالْغَدٰوةِ وَ الْعَشِیِّ یُرِیْدُوْنَ وَجْهَهٗ وَ لَا تَعْدُ عَیْنٰكَ عَنْهُمْۚ (پارہ:15، سورۀ کہف:28)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او خپل ځان هٰغه خلقو سره عادت ساته کوم چې سحر او ماښام خپل رَبّ يادوي د هغۀ رضا غوښتلو د پاره او ستا سترګې دې د دُنياوي ژوند ښائست غوښتلو د پاره د دوئي نه سِوا پۀ نورو پرې نۀ وځي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا آيت مبارک هم د اَصحابِ صُفَّه پۀ شان کښې نازل شوے،([3]) دلته الله پاک خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دوه حکمونه اِرشاد کړل:
(1): وَ اصْبِرْ نَفْسَكَ یعنې اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ځان د اَصحابِ صُفَّه والؤ سره عادت ساتئ!
(2): وَ لَا تَعْدُ عَیْنٰكَ عَنْهُمْۚ یعنې خپل مقدس مبارک نظر د دوئي نه مۀ لرې کوئ!