Book Name:Ahl e Suffah Ke Fazail
چې جومات ته هم نۀ راځي، نـمونځ هډو کوي نۀ۔
کاش چې د اَصحابِ صُفَّه فيضان زمونږه نصيب شي، کاش چې مونږه هم سحر او ماښام، شپه او ورځ، الله الله کولو والا، ذِکر او درود لوستلو والا، نيک عبادت ګزاره جوړ شو۔
گناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی بُری عادتیں بھی چھڑا یاالٰہی
خطاؤں کو میری مِٹا یاالٰہی مجھے نیک خصلت بنا یاالٰہی([1])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د اَصحابِ صُفَّه د ژوند تيرولو انداز
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَصحابِ صُفَّه هٰغه خوش قِسمته صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دي، کومو چې پۀ زرګونو سختې برداشت کړې، د دې باوجود پۀ عِلمِ دِين زده کولو، ښودلو او د دِين پۀ خِدمت کښې مصروف وو۔ ٭ د دې حضراتو سره د اوسيدو د پاره خپل کورونه نۀ وو ٭ جامې ورسره صرف دومره وې پۀ کومو باندې چې به هيله سَتر پټيدے شو ٭ څو څو ورځې به يـې پۀ نهره تيرولې ٭ بعضې وخت خو به داسې حالت شو چې د لوږې پۀ وجه به ورته ګرځيدل ګران شو، بعضې صحابۀ کرام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم به بے هوشه کيدل او راپريوتل به۔
حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې د اَصحابِ صُفَّه نه دے، هغوئي به خپل شاګردانو ته خپلې واقعې بيانولې، يوه ورځ يـې وفرمائيل: زمونږ د اَصحابِ صُفَّه سره به زړې څادرې وې، پۀ هغې به مو بدن پټولو، د دې نه علاوه به راسره د اغوستو د پاره جامې نۀ وې، د ملا سيدها کولو پۀ مِقدار (يعنې پۀ يو څو نمړو) خوړلو به کله ډيره موده تيره شوه، مونږ به