Munafqon Ke Do Aib

Book Name:Munafqon Ke Do Aib

خپل يقين پوخ ساتئ!

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مونږ له پکار دي چې خپل يقين پۀ هر حالت کښې پوخ ساتو، چرې هم خپل يقين د شَک نۀ ښکار کوو، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَا اَخَافُ عَلٰی اُمَّتِی اِلّا ضُعْفَ الْیَقِیْنِ يعنې زما پۀ خپل اُمَّت باندې صرف د يقين د کمزورۍ ويره ده۔ ([1]) پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: د دې اُمَّت مخکښينو خلقو د يقين او د زُهد پۀ برکت نجات بياموندو او وروستو راتلونکي د بخل (يعنې کنجوسۍ) او د اوږدو اُمِّيدونو پۀ وجه هلاک شول۔ ([2])

معلومه شوه چې د بے يقينۍ پۀ وجه پيدا کيدونکي کنجوسي د هلاکت سبب دے، ځکه د داسې بے يقينۍ نه هر وخت بچ کيدل پکار دي! ډاکټر اقبال وئيلي وو:

غُلامی میں نہ کام آتی ہیں شمشیریں، نہ تدبیریں    جو ہو ذوقِ یقیں پیدا تو کٹ جاتی ہیں زنجیریں

الله پاک دې زمونږه د کامِل يقين دولت نصيب کړي۔

اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!           صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

(2): د حَسَد بیماري

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله فرمائي:

فِیْ قُلُوْبِہِمْ مَّرَضٌ ۙ

(پارہ:1، سورۀ بقرہ:10)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د ھغوئي پۀ زړونو كښې مرض دے۔

دا کومه باطني بيماري وه، پۀ دې باره کښې مفسرينِ کرام فرمائي: د دې نه مُراد حَسَد دے۔ ([3])


 

 



[1]... موسوعۃ الامام ابن ِ ابی الدنیا، کتاب الیقین، جلد:1 ، صفحہ:23، حدیث:9 ۔

[2]... موسوعۃ الامام ابن ِ ابی الدنیا، کتاب الیقین، جلد:1 ، صفحہ:19، حدیث:3۔

[3]... تفسیرِ کبیر، پارہ:1 ، سورۂ بقرہ ، زیرِ آیت:10، جلد:1 ، صفحہ:305۔