Book Name:Munafqon Ke Do Aib
دا ووئيلے شو چې منافقان پۀ خُله باندې خو کلمه وائي خو د زړۀ نه ايمان نۀ قبلوي، دوئي داسې بد بخته دي چې الله پاک له، د هغۀ خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له او ايمان والؤ له د دوکې ورکولو پۀ کوشش کښې دي خو پۀ دې نۀ پوهيږي چې الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له دوکه نشي ورکيدے، حقيقت دا دے چې دا بد انجامه پخپله هم د خپل ځان پۀ دوکه کولو کښې مصروف دي۔
نن چې د کوم آيت مبارک د اوريدو سعادت مونږه حاصل کړو، پۀ دې کښې د منافقانو دوه عيبونه او دوه سزاګانې بيان کړے شوې دي۔ نو الله پاک ارشاد فرمائي:
فِیْ قُلُوْبِہِمْ مَّرَضٌ ۙ
(پارہ:1، سورۀ بقرہ:10)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د ھغوئي پۀ زړونو كښې مرض دے۔
دا د منافقانو وړومبے عيب دے، د هغوئي لاسونه، ښپې، سترګې وغيره اګر که روغې رَمَټې دي، پۀ ظاهري وجود کښې يـې اګر که څۀ عيب نشته، البته د هغوئي پۀ زړونو کښې بيماري ده * د حَسَد بيماري * د بُغض او د کينې بيماري * د شک بيماري * د دُنيا د محبت بيماري، دې باطني بيمارو د هغوئي زړونه مړه کړي دي او هم دا هٰغه مرض دے کوم چې د ټولو نه خطرناک او د ټولو نه زيات نقصان رسوونکے دے۔ چا شاعر ډير ښه وئيلي دي:
زندگی زندہ دِلی کا نام ہے مردہ دِل کیا خاک جِیا کرتے ہیں
د انسان ټول انسانيت، د يو کَس ټول حُسن د هغۀ د زړۀ پۀ صفا والي باندې دے، که زړۀ يـې بيمار وي، پۀ زړۀ کښې يـې د حَسَد، بغض، کينې، د تکبر وغيره ماران ساتلي وي نو داسې کَس ډير پۀ نقصان کښې دے۔
د منافقانو د دې عيب سزا دوئي له ورکړے شوې ده چې