Munafqon Ke Do Aib

Book Name:Munafqon Ke Do Aib

ځکه پۀ دې مسئله باندې پۀ پوره توجه سره ځان هم پوهه کړئ! او پۀ پوره توجه سره د سجدې کولو عادت جوړ کړئ! * د ټولو نه مخکښې خو دې ته وګورئ چې پۀ سجده کښې د ښپو ګوتې نۀ بلکې د ګوتو خِيټه لګول ضروري دي۔ د ښپو ګوتې پۀ زمکه باندې ولګوئ او لږ زور پرې وکړئ نو د ګوتو د سرونو دننه حصه به پۀ زمکه باندې ولګي، دا لګول ضروري دي  * بيا دا ياد ساتئ چې د ښپو پۀ لسو ګوتو کښې د يوې خِيټه پۀ زمکه باندې لګول فرض دي۔ ([1]) که د يوې ګوتې خِيټه هم پۀ زمکه باندې اونه لګيدله نو نـمونځ به نۀ کيږي * د هرې ښپې اکثر (يعنې د دريو دريو) ګوتو خِيټې  پۀ زمکه باندې لګيدل واجب دي ([2]) ځکه که د هرې ښپې د دريو دريو ګوتو خِيټې  پۀ زمکه باندې اونه لګيدلې نو نـمونځ به بيا راګرځول واجب کيږي  * او د ښپو د لس واړو ګوتو خِيټې پۀ زمکه باندې لګول او د ګوتو د قبلې طرف ته مخ کول سُنَّت دي۔  ([3]) بهتر دا دي چې د ښپو د لسو واړو ګوتو خيټې  پۀ زمکه باندې پۀ لګولو سجده وکړے شي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! سجده کول به درله خوند هم درکړي او پۀ سُنَّت باندې به د عمل کولو سعادت هم درنصيب شي۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!           صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د اَسمَاءُ الـحُسنیٰ برکتونه (وظيفه)

يَا وَهَّابُ

څوک چې روزانه 7 کرته يَا وَهَّابُ لولي اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مُستَجابُ الدَّعوات به شي (يعنې هره دُعا به يـې قبليږي)۔   الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔

 اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:7، صفحہ:376۔

[2]... فتاویٰ رضویہ، جلد:3، صفحہ:253۔

[3]... بہارِ شریعت، جلد:1، حصّہ:3، صفحہ:530۔