Book Name:Munafqon Ke Do Aib
”فيضانِ حديث“ موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اسلامي د جديد ټيکنالوجئ پۀ ذريعه هم پۀ مختلف انداز کښې د نيکۍ د دعوت پۀ عام کولو کښې مصروف دے، دې لړ کښې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اسلامي د I.T ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے، ځانګړے او ډير ګټه ور موبائل ايپلي کيشن څه موده مخکښي د ”فيضانِ حديث“ پۀ نوم باندې وړاندې کړےوو۔ اوس پۀ دې کښې نور دوه کتابونه او بهترين فيچرز (Features) شامل کړے شوي دي۔ د کومو پۀ ذريعه چې * د لوستلو پۀ وخت د اهمې خبرې د ليکلو سهولت * د ځانله لوستلو د پاره د Resume سهولت ورکړے شوے دے * روزانه پۀ يو حديث باندې زړۀ منور کړئ * پۀ حديث، ترجمه او شرح کښې د سرچ (Search) کولو آپشن او نور هم ډير څۀ شامل کړے شوي دي۔
هم نن پۀ خپل موبائل کښې دا ايپلي کيشن ډاؤن لوډ کړئ! پخپله هم د حديثِ پاک فيضان حاصل کړئ! او نورو له هم ترغيب ورکړئ!
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ سجده کښې د ښپو پۀ لسو کښې د يوې ګوتې خِيټه پۀ زمکه لګول فرض دي۔
وضاحت: دې مسئلې ته ډير پام کول پکار دي، ډير خلق پۀ دې معامله کښې غلطيانې کوي، داسې د فرض د پاتې کيدو پۀ وجه سجده نۀ کيږي، چې سجده نۀ کيږي نو نـمونځ هم نۀ کيږي، هم داسې نـمونځونه برباديږي۔ ښه تعليم يافته خلق هم بعضې وخت پام نۀ کوي۔