Munafqon Ke Do Aib

Book Name:Munafqon Ke Do Aib

کښې اخته کيږي * د حَسَد کوونکي دعاګانې نۀ قبليږي * حَسَد کوونکے د رحمت نه محرومه پاتې کيږي * حَسَد د ذلت او د رسوايۍ سبب دے * د حَسَد پۀ وجه عقل خرابيږي * او يو ډير غټ نقصان يـې دا دے چې حَسَد کوونکے بغير د حساب نه دوزخ ته غورځولے کيږي۔

الله پاک دې مونږه د حَسَد او د نورو باطني بيمارو نه محفوظ وساتي۔ د حَسَد نه ځان ساتئ، الله پاک چې چا ته څۀ عطا کړي دي، دا د هغۀ تقسيم دے، د هغۀ پۀ تقسيم باندې راضي اوسئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د ډيرو پريشانو، غمونو او د تکليفونو نه به مو نجات نصيب شي۔

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!               صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د منافقانو دويم عيب: دروغ

 خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د منافقانو وړومبے عيب دے چې

فِیْ قُلُوْبِہِمْ مَّرَضٌ ۙ

(پارہ:1، سورۀ بقرہ:10)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د ھغوئي پۀ زړونو كښې مرض دے۔

د هغوئي دويم عيب دا بيان کړے شو چې هغوئي بد بخته دروغ وائي، الله پاک فرمائي:

وَ لَہُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌۢ  ۬ۙ بِمَا کَانُوْا یَکْذِبُوْنَ (۱۰)

(پارہ:1، سورۀ بقرہ:10)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغوئي د پاره د هغوئي د دروغو وئيلو پۀ وجه دردناك عذاب دے۔

د دې نه معلومه شوه چې دروغ وئيل ډير سخت جرم دے چې د دې پۀ وجه انسان پۀ اخرت کښې د دردناک عذاب سره مخ کيدے شي۔

د دروغو يو څو مثالونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دروغو معنیٰ دہ: د رښتياؤ اُلټا۔ دروغ وئيل د منافقانو عمل