Book Name:Munafqon Ke Do Aib
يو شاګرد وو، چې کله د هغۀ اخري وخت راغلو نو هغوئي د هغۀ سره د ميلاؤيدو د پاره تشريف يوړلو او د هغۀ پۀ خوا کښې کښيناستو او سورۀ يٰس شريف لوستل يـې شروع کړو، هٰغه شاګرد ووئيل: دا لوستل بند کړه!
بيا هغوئي خپل شاګرد ته د کلمې وئيلو تلقين وکړو نو هغۀ ووئيل: زۀ به هيڅکله هم دا کلمه اونه وايم، زۀ د دې نه بيزاره يم، بس هم پۀ دې الفاظو باندې هغۀ له مرګ راغلو۔ حضرت فضيل بن عياض رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د خپل شاګرد پۀ خرابه خاتمه باندې ډير خفه شو، تر څلويښتو ورځو پورې هغوئي پۀ دغه خفګان کښې ژړا کوله۔ 40 ورځې پس هغوئي يوه ورځ خوب وليدلو چې فرښتے د هغوئي هٰغه شاګرد د دوزخ طرف ته راکاږي۔ حضرت فضيل بن عياض رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه د هغۀ نه پوښتنه وکړه: ستا نه ايمان ولې واخستے شو؟ هغۀ جواب ورکړو: پۀ ما کښې درې عيبونه وو، د هغې پۀ وجه زما دا انجام شو: (1): ما به چغلي کوله (2): ما به د خپلو ملګرو سره حَسَد کولو (3): ما به پۀ کال کښې يو ځل يو ګلاس شراب څښل۔ ([1])
حَسَد، وعدہ خِلافی، جھوٹ، چُغلی، غیبت و تہمت مجھے ان سب گناہوں سے ہو نفرت یارسولَ اللہ!
مِرے اَخلاق اچھے ہوں مرے سب کام اچھے ہوں بنا دو مجھ کو تم پابندِ سنّت یارسولَ اللہ!([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل چې حَسَد څومره پۀ هلاکت کښې غورځوونکې بيماري ده، يقين وکړئ چې د حَسَد صرف او صرف هُم نقصانونه دي * حَسَد د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ناراضګۍ سبب دے * د حَسَد پۀ وجه د ايمان نه د خلاصيدو خطره ډيره زياتيږي * حَسَد نيکۍ خوري * پۀ حَسَد کښې اخته کَس پۀ نورو ډيرو ګناهونو مثلاً پۀ بغض، کينه، دروغو، چغلۍ، غيبت، بد ګمانۍ او خپلولۍ پريښودو وغيره