Munafqon Ke Do Aib

Book Name:Munafqon Ke Do Aib

دے خو افسوس چې نن سبا دروغ ډير عام شوي دي * سوداګر د سودا خرڅولو د پاره دروغ وائي بلکې د دروغو قَسمونه هم خوري * د خپلې واه وا پۀ شوق کښې د دروغو قيصې کولے شي * مور پلار د بچو د منولو د پاره دروغ وائي * د سکول، دفتر يا دکان وغيره نه د چټۍ اخستو د پاره د دروغو بهانې هم کولے شي * که د چا قرض ورکول وي نو هغۀ ته هم بعضې وخت د دروغو بهانې کولے شي * پۀ دروغو وئيلو فخر کولے شي * د دروغو لوظونه هم کيږي * بيا سوشل ميډيا د دروغو وئيلو او د دروغو خبرو د خورولو ډيره لويه ذريعه ده۔

غرض دا چې دروغ  زمونږه پۀ معاشره کښې مسلسل  خوريږي۔ خلق پۀ وړۀ وړۀ خبره باندې قصداً يا کله پۀ بے خيالۍ کښي دروغ وائي۔ ښه تعليم يافته خلق هم دروغ وائي۔ الله پاک دې مونږه د دې افت نه محفوظ کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔  

د دروغو نه ځان بچ ساتئ۔۔۔!!

پۀ 17سيپاره، سُورَۀ حَج آیت :30 کښې الله پاک فرمائي: 

وَ اجْتَنِبُوْا  قَوْلَ  الزُّوْرِ (ۙ۳۰)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د دروغ خبرې نه ډډه کوئ۔

* د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: رښتيا وئيل نيکي ده او نيکي جنَّت ته بوتلل کوي  او دروغ فِسق او فُجُور دے او فِسق او فُجُور (يعنې ګناه) دوزخ ته بوتلل کوي۔ ([1]) * پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: دروغ د ګناه طرف ته بوتلل کوي او ګناه د دوزخ طرف ته بوتلل کوي او بے شکه بنده دروغ وائي، تر دې پورې چې د الله پاک پۀ نزد هغۀ کذّاب (يعنې غټ دروغژن) شي۔ ([2])

اللہ! ہمیں  جھوٹ سے غیبت سے بچانا  مولیٰ ہمیں   قیدی  نہ جہنّم  کا بنانا

اے  پیارے خدا! از پئے سلطانِ زمانہ             جنَّت کے مَحَلّات میں  تُو ہم کو بسانا


 

 



[1]... مسلم، کتاب الادب، صفحہ:1008 ، حدیث:2607۔

[2]... بخاری، کتاب الادب، صفحہ:1515 ، حدیث:6094۔