Book Name:Munafqon Ke Do Aib
يو ځل د الله پاک د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ پاکه بارګاه کښې پوښتنه وشوه: دوزخ ته بوتلونکے عمل کوم يو دے؟ اوئې فرمائيل: دروغ وئيل، چې کله بنده دروغ وائي نو ګناه کوي او چې کله ګناه کوي نو ناشُکري کوي او چې کله ناشُکري کوي نو دوزخ ته داخليږي۔ ([1])
د غيبو نه خبر نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پۀ خوب کښې يو کَس زما خوا له راغلو او اوئې وئيل: راځئ! زۀ د هغۀ سره روان شوم۔ ما دوه کَسان وليدل، پۀ هغوئي کښې يو ولاړ او بَل ناست وو، د ولاړ کَس پۀ لاس کښې زَنبُور (يعنې د هاکۍ پشان د اوسپنې لَخته) وه، هغۀ به يـې د ناست کَس پۀ جامو کښې اچوله او تر د څټ پورې به يـې شلولې، بيا به يـې زَنبُور راويستلو او پۀ دويمه جامه کښې به يـې اچولو، پۀ دې کښې به هٰغه وړومبۍ جامه خپل اصلي حالت ته راغلې وه، ما د راوستونکي کَس نه پوښتنه وکړه: دا څۀ دي؟ هغۀ ووئيل: دا دروغژن کَس دے، دۀ ته به تر قيامته پورې پۀ قبر کښې هم دا عذاب ورکړے کيږي۔ ([2])
ہائے نافرمانیاں بدکاریاں بے باکیاں آہ! نامے میں گُناہوں کی بڑی بھرمار ہے
زِندگی کی شام ڈَھلتی جارہی ہے ہائے نَفْس! گرم روز و شَب گناہوں کا ہی بس بازار ہے
الله پاک دې مونږ ته د دروغو نه، د حَسَد نه، د شک د بيمارۍ نه بلکې د منافقانو والا د هر يو کار، د هر يو عيب نه نجات راعطا کړي، کاش چې مونږه رښتوني، پۀ پخو، باکرداره، اخلاقي مسلمانانو جوړيدو کښې کامياب شو۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد