Munafqon Ke Do Aib

Book Name:Munafqon Ke Do Aib

فَزَادَھُمُ  اللّٰہُ  مَرَضًا ۚ

(پارہ:1، سورۀ بقرہ:10)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان:  نو الله  د ھغوئي مرض نور هُم زيات كړو۔

 دا د دوئي پۀ دُنيا کښې سزا ده، د مريض کار وي چې ځان مريض وګڼي، د طبيب خوا ته پۀ ادب سره حاضر شي، طبيب چې ورته کوم علاج وښائي نو پۀ هغې باندې عمل وکړي خو دا منافقان ډير بد بخته دي، د دوئي زړونه بيماران دي خو دوئي د خپل زړۀ د عِلاج کولو پۀ ځائے پۀ اُلټا لاره باندې ځي، د الله پاک خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کوم چې د زړونو طبيب دے   * د هغوئي سره بُغض کوي * د هغوئي سره حَسَد کوي * د هغوئي خبره نۀ مني * اُلټا هم هغوئي له د دوکې ورکولو پۀ کوشش کښې دي، چې د دوئي زړونه تر دې حده پورې بيماران دي نو دوئي ته دا سزا ميلاؤ شوه چې الله پاک د دوئي بيماري  نوره هم زياته کړه او دوئي  د ګمراهۍ پۀ کنده لاړل  پريوتل ۔

الله پاک نور فرمائي:

وَ لَہُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌۢ  ۬ۙ بِمَا کَانُوْا یَکْذِبُوْنَ (۱۰)

(پارہ:1، سورۀ بقرہ:10)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغوئي د پاره د هغوئي د دروغو وئيلو پۀ وجه دردناك عذاب دے۔

 دا د منافقانو دويم عيب دے او د دې سزا ده، دا بد بخته وائي چې مونږه ايمان راوړو خو پۀ حقيقت کښې دوئي ايمان قبول کړے نۀ دے، وائي چې مونږه نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي ګڼو خو حقيقت دا دے چې دوئي بد بخته دي، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے نبي نۀ مني۔ دې بد بختو دومره لوئي جرأت وکړو، د الله پاک او د هغۀ د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ جناب کښې يـې دروغ ووئيل، د دې بد بختو د دې جرأت سزا دا ده چې د قيامت پۀ ورځ د دوئي د پاره دردناک عذاب دے۔ الله پاک دې مونږه د قبر د عذاب، د حشر د حساب او د دوزخ د عذاب نه محفوظ کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم