Munafqon Ke Do Aib

Book Name:Munafqon Ke Do Aib

لَئِنْ  رَّجَعْنَاۤ  اِلَی  الْمَدِیْنَۃِ لَیُخْرِجَنَّ الْاَعَزُّ  مِنْہَا الْاَذَلَّ ؕ

(پارہ:28، سورۀ منافقون:8)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: که مونږه مدينے ته بيرته لاړو نو ضرور به لوئي عِزَّتمند د هغې نه لوئي ذِلّت والا اوباسي۔

د دې بد بخته مُراد دا وو چې مونږه عزت والا يو او مسلمانان مَعَاذَ الله! د عزت والا نۀ دي، ځکه به مونږه مسلمانان د مدينے منورې نه اوباسو۔

دا خبره دې بد بخته د سفر پۀ وخت کړې وه، چې کله دا واپس مدينے منورې ته راغلو نو پخپله د دۀ زوي حضرت عبد الله رَضِیَ اللهُ عَنْہُ څوک چې پوخ مسلمان او عاشقِ رسول وو، هغوئي خپل والد عبد الله بن اُبَي د مدينے منورې نه بهر ودرولو، توره يـې د تيغي نه راويستله او اوئې فرمائيل: تر څو پورې چې دا اقرار ونکړې چې تۀ ذليله يـې او مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير د عزت والا دے، تر هٰغه وخته پورې به تا مدينے منورې ته داخليدو ته نۀ پريږدم۔ اخر دغه منافق ووئيل: زۀ ذليل يم او مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عزت والا دے۔ بيا دا مدينے منورې ته داخل شو۔ ([1])

دا دے د منافق حَسَد، سوزيدل او دا ده د هغۀ پۀ حَسَد او سوزيدو کښې زياتوالے۔۔۔!! دې بد بخته د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ګستاخي وکړه، الله کريم د هغۀ د کور نه، د هغۀ د زوي پۀ لاس هغۀ ذليله او رسوا کړو۔ غرض دا چې دا د منافقانو د پاره د ذلت نه ډکه سزا وه، کومه چې د هغوئي د حَسَد پۀ وجه هم هغوئي ته پۀ دُنيا کښې ورکړے شوه۔

د دې نه دا سبق مونږ ته ميلاؤ شو چې هر هٰغه کار کوم چې شرعاً بالکل جائز وي او د هغې نه د اِسلام، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان او شوکت ظاهريږي نو مونږ له هٰغه کار ضرور کول پکار دي، که پۀ چا بد لګي نو لګي دې، کافران، منافقان پۀ هٰغه کار ليدلو، د رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د شان او د عظمت نه سوزيږي، مونږ له پکار


 

 



[1]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:28، سورۂ منافقون، زیرِ آیت:8، جلد:10، صفحہ:168 خُلاصۃً۔