Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra
خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يتيم مدد وکړو
پۀ روايتونو کښې دي: پۀ مکه مکرمه کښې يو يتيم ماشوم وو، د دې اُمَّت فرعون يعنې د مکې مکرمې ډير لوئي غير مسلمه اَبو جَهل د هٰغه يتيم د پالنې ذمه واري پۀ خپل سر واخسته او هٰغه ټول مال کوم چې هٰغه ماشوم ته پۀ وراثت کښې ميلاؤ شوے وو هغه يـې هم پۀ خپله قبضه کښې واخستو.
بيا خو پکار دا وه چې ابو جهل د دغه يتيم ماشوم ښه خيال ساتلو خو دا بد بخته غير مسلمه وو، د هغۀ زړۀ د حرص او هوس نه ډک وو، هغۀ د يتيم د پالنې کولو پۀ ځائے اُلټا د هغۀ مال قبضه کړو. يوه ورځ هٰغه يتيم ماشوم د هغۀ خوا له راغلو او د هغۀ نه يـې خپل مال وغوښتو، پۀ دې باندې ابو جهل بد بخته هٰغه يتيم له ديکې ورکړې او وه يـې ويستلو.
پۀ دې باندې د قريشو نورو سردارانو هٰغه يتيم ته ووئيل: تۀ د مُحَمَّدِ (مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) خوا له لاړ شۀ! هغۀ به ستا مدد وکړي. د قريشو سردارانو خو دا خبره د خندا پۀ توګه کړې وه، د هغوئي مقصد وو چې دا يتيم ماشوم به د مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) نه مدد وغواړي نو هغۀ به د دۀ مدد ونکړے شي. خو هغوئي ته څۀ پته وه...!! چې هغۀ د رَبِّ کائنات محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، هغۀ چې پۀ يو باڼه هُم اِشاره وکړي نو دُنيا د يو ځائے نه بل ځائے ته کيدے شي.
غم و رَنْج و اَلَم اور سب بلاؤں کا مداوا ہو اگر وہ گیسوؤں والا مرا دِلدار ہو جائے
اشارہ پائے تو ڈوبا ہوا سورج برآمد ہو اٹھے انگلی تو مہ دو بلکہ دو دو چار ہو جائے([1])
د چا پۀ اِشاره باندې چې پريوتے نمر واپس راځي،چي ګوته پورته کړي نو سپوږمۍ دوه ټوټې شي نو آيا د هغۀ پۀ غوښتلو به د يو يتيم ماشوم غم نۀ لرې کيږي خو غير مسلمو ته د الله پاک د حبيب مقام څۀ معلوم دے...!!