Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra
خدیجہ طاہرہ یعنی نبی کی باوفا بی بی شریکِ راحت و اندوہ پابندِ رضا بی بی
دیارِ جاودانی کی طرف راہی ہوئیں وہ بھی گئیں دنیا سے آخر سوئے فردوسِ بریں وہ بھی([1])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
حضرت عبد الله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: يو ځل رسولِ کائنات، شهنشهاهِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ زمکه باندې څلور کرښې راښکلې او اوئې فرمائيل: تاسو ته پته ده چې دا څۀ دي؟ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: اَللہُ وَ رَسُوْلُہ اَعْلَمُ يعنې د الله پاک او د هغۀ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته بهتره معلومه ده. اوئې فرمائيل: پۀ جنّتي زنانؤ کښې د ټولو نه زياتې فضيلت والا دا زنانه دي: (1): خدیجہ بنتِ خُوَیْلِد يعنې حضرت خديـجةُ الـکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها (2): فاطِمہ بنتِ مُحَمَّد (3): د فرعون کور ودانې آسيه بنتِ مُزَاحِم (4): او د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام مور بي بي حضرت مَرْیَم بنتِ عِمْرَان (رَضِىَ اللهُ عَـنْهن). ([2])
د حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها يو څو خصوصیات
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اللہ پاک حضرت خدیجۃُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته ډير فضائل او مناقِب او خصوصیات ورکړي وو، د هغې رَضِیَ اللہُ عنہا د يو څو خصوصیاتو اوريدلو سعادت حاصلوو. چنانچه (1): هغه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ټولو نه وړومبے د نبی کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په نکاح کښې راغله (2): رسولِ ہاشمی صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم د هغې رَضِىَ اللهُ عَـنْها په ژوند مبارک کښې بل وادۀ نۀ وو کړے (3): د نبی کريم صَلَّی اللہُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم ټول اولاد سِوا د حضرت ابراہیم رَضِیَ اللہُ عنہ نه، د هغې رَضِیَ اللہُ عنہا نه پیدا شوے وو (4): هُم هغه رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ټولو سيدانو