Faizan e Khadija tul Kubra

Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

* د انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام پۀ سُنت باندې به د عمل کولو سعادت درنصيب کيږي   * د نيکۍ د دعوت عام کولو ثواب به ميلاويږي * د حديثِ پاک مطابق د نيکۍ لاره ښودلو والا، د نيکۍ کولو والا پۀ شان دے ([1]) * که زمونږ د نيکۍ پۀ دعوت يو کَس هم نيک نـمونځ ګزاره جوړ شو نو يقين وکړئ چې مزې به مو شي. راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو:

د جومات طرف ته روان شو

د عاشقانِ رسول يوه مَدَني قافله د دريو ورځو د پاره د سندھ ټنډو آدم ښار ته ورسيدله، پۀ کومه کښې چې د اوريدو او وئيلو د صلاحيت نه محرومه اِسلامي وروڼه هم شامل وو. د مازديګر نه نـمونځ نه پس د مَدَني قافلے د عاشقانِ رسول سره پۀ شريکه د علاقائی دوره برائے نيکی دعوت ورکولو د پاره د جومات سره نزدې د کرکټ يو ميدان ته لاړل، د مَدَني قافلې يو عمومي اِسلامي ورور هلته کښې موجودو زلمو ته ووئيل چې زمونږ سره د اوريدو او وئيلو د صلاحيت نه محرومه اِسلامي وروڼه هم دي، دوئي به تاسو ته پۀ اِشارو کښې د نيکۍ دعوت درکوي. بيا ړندو او چاړاګانو اِسلامي وروڼو پۀ اِشارو د نيکۍ دعوت وړاندې کړو او هلته يـې موجودو کَسانو ته جومات ته د تللو ووئيل. عمومي اِسلامي ورور هم داسې ترغيب ورکړو چې دا اِسلامي ورونه د وئيلو او اوريدو د قوت نه د محرومه کيدو باوجود د نيکۍ د دعوت د پاره راوتلي دي، الله پاک مونږ ته دا نعمتونه راعطا کړي دي که چرې مونږ د دوئي پۀ دعوت باندې جومات ته لاړ شو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دوئي زړونه به خوشحاله شي. دا يـې چې واوريدل نو هٰغه کرکټ کوونکو زلمو سرونه ټيټ کړل او د مبلغ سره د جومات طرف ته روان شول.

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب!                   صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد


 

 



[1]... ترمذی، ابواب العلم، باب ماجاء الدَّال...الخ، صفحہ:628، حدیث:2670۔