Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra
پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ لَهُنَّ مِثْلُ الَّذِیْ عَلَیْهِنَّ بِالْمَعْرُوْفِ۪- (پارہ:2، سورۂ بقرہ:228)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د ښځو د پاره هُم پۀ سړو باندي د شريعت مطابق هُم داسې حق دے لکه څنګه چې ( د هغوئي) پۀ ښځو دے.
يعنې چې څنګه پۀ زنانؤ باندې د خاؤندانو حقونه ادا کول واجب دي، هم داسې پۀ خاؤندانو باندې د زنانؤ حقونه ادا کول هم واجب دي. (صِراط الـجنان)
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د قرآن د آيت دا جمله د زنانؤ د حقونو هٰغه عظيم ترين دستاويز دے، کوم چې به د قرآنِ پاک نه علاوه پۀ ټوله دُنيا کښې پۀ يو ځائے کښي هم پۀ نظر نۀ رانشي. دا صرف د قرآنِ کريم خاصيت دے چې دۀ د زنانؤ حقونه يې داسې پۀ تفصيل سره بيان کړي دي.
غرض: مقصد دا دے چې اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! اِسلام زنانؤ ته ډير څۀ عطا کړي دي، ډير زيات بلکې چې زنانؤ ته کوم عزت ورکړے شوے دے، ټول پۀ ټوله د اِسلام پۀ وجه نصيب شوے دے. پۀ قرآنِ کريم کښې د زنانؤ ذِکر پۀ کوم انداز کښې دے، د زنانؤ د حقونو پۀ باره کښې اِسلام څۀ څۀ تعليمات ورکړي دي، که پۀ دې باره کښې تفصيلي معلومات حاصلول غواړئ نو د مکـتبة الـمدينه کتاب قرآن اور عورت ولولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! درته به معلومه شي چې اِسلام زنانؤ ته څۀ عطا کړي دي. الله پاک دې مونږ ته د صحيح نظرياتو د اختيارولو او پۀ ښه طريقه پۀ دِينِ اِسلام باندې د پوهيدو توفيق راعطا کړي.
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم .
(2): د حضرت خديـجةُ الـکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها عِلمي شان
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه روايت واوريدو چې خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غارِ حِرا نه تشريف راوړلو، زړۀ مبارک يـې د رُعب پۀ حالت کښې وو، اوئې فرمائيل: