Faizan e Khadija tul Kubra

Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra

میں رحمت، مغفرت، دوزخ سے آزادی کا سائِل ہوں         مَہِ رمضان کے صدقے میں فرما دے کرم مولیٰ!([1])  

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د حضرت خديـجةُ الـکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها مختصر تعارف

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف پۀ 10 تاريخ د مسلمانانو د خوږې مور جانې، د حَسَنيڼِ کريمَين او د ټولو ساداتِ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د نيا ابئ حضرت خديـجةُ الـکُبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها ورځ نمانځلے شي. هغۀ زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   وړومبۍ کور ودانې محترمه ده.

دا خبره هم هر يو مسلمان له ياد ساتل پکار ده چې زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم    پاکو بيبيانو ته اُمَّهَاتُ المُؤمِنِين يعنې د مسلمانانو مئيندې وئيلے شي. الله پاک پۀ 21 سيپاره، د سورۀ احزاب پۀ آيت: 6 کښې فرمائي:

اَلنَّبِیُّ اَوْلٰى بِالْمُؤْمِنِیْنَ مِنْ اَنْفُسِهِمْ وَ اَزْوَاجُهٗۤ اُمَّهٰتُهُمْؕ-

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: دا نبي د مسلمانانو د ځانونو نه زيات د هغوئي مالک دے او د هغۀ بيبيانې د هغوئي مئيندې [موريانې] دي.

  معلومه شوه چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   زمونږه د ځانونو زمونږ نه زيات مالِک دے او د هغوئي پاکې بيبيانې زمونږه د ټولو ايمان والؤ مئيندې دي.

اہلِ اِسلام کی مادرانِ شفیق                                                                         بانُوانِ طہارت پہ لاکھوں سلام([2])

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د الله پاک د اخري نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم   


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:98۔

[2]... حدائق بخشش، صفحہ:310۔