Book Name:Faizan e Khadija tul Kubra
کښې بهترين کور هٰغه دے پۀ کوم کښې چې يتيم وي او د هغۀ سره ښه سلوک کولے شي او پۀ مسلمانانو کښې بد ترين کور هٰغه دے پۀ کوم کښې چې يتيم وي او د هغۀ سره بدسلوک کولے شي. ([1]) (2): رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مسکينان خلق به د مالدارو نه 40 کاله مخکښې جنَّت ته ځي، اے عائشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ! مسکين خالي مۀ ليږه اګر که د کجورې ټکړه هُم وي هغۀ له يـې ورکړه. اے عائشه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ! د مسکينانو سره محبت کوه، هغوئي ځان سره نزدې ساته چې الله پاک د قيامت پۀ ورځ تا رانزدې کړي. ([2]) (3): د الله پاک خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: کوم کَس چې د يتيم پۀ سر باندې صرف د الله پاک د رضا د پاره لاس راکاږي نو چې پۀ څومره ويښتو د هغۀ لاس تير شي د هر ويښته پۀ بدل کښې د هغۀ د پاره نيکۍ دي او کوم کَس چې پۀ يتيمه جينۍ يا يتيم هلک باندې اِحسان وکړي زۀ او هغۀ به پۀ جنَّت کښې (دوه ګوتې يـې يو ځائے کړې او اوئې فرمائيل چې) داسې به يُو. ([3])
د دې حديثِ پاک لاندې د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه فرمائي: کوم کَس چې د خپل عزيز يا نا اشنا يتيم پۀ سر باندې د محبت او شفقت لاس راکاږي او دا محبت صرف د الله او رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ) د رضا د پاره وي نو د هر ويښته پۀ بدل به هغۀ ته نيکي ميلاؤيږي. دا ثواب خو صرف د لاس راښکلو دے څوک چې پۀ هغۀ باندې مال خرچ کړي، د هغۀ خدمت وکړي، هغۀ له تعليم او تربيت ورکړي سوچ وکړئ چې د هغۀ ثواب به څومره وي. ([4])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد