Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail
والا دے، د دې سره سره د دې پاک او اوچتې مرتبے والا نسب يو اهم خاصيت دا هم دے چې د قيامت په هغه وحشت ناکه ورځ چې کله به ټولې خپلولئ ماتې شي، مور به خپل ځانګړے بچے پريږدي، پلار به د خپل ځوي لاس پريږدي، څوک به هم پوښتنه نه کوي چې څوک د چا ځوي او د چا ورور دے خو قربان شم! د اهلِ بيتِ پاک د شان نه! چې د دوئي پاک نسب هغه مبارکه او مضبوطه رسئ ده، کومه چې هډو شليږي نه، دا نسب په دنيا کښې هم قائم دے، په قبر کښې به هم قائم وي، په حشر کښې، په ميزان باندې، په پل صراط باندې په هر ځائے کښې به پکار راځي. روايت دے: يوه ورځ د جانِ کائنات، سيدِ سادات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترور بي بي حضرت صفيه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ته چا اووئيل چې ” د الله پاک په بارګاه کښې به د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قرابت (خپلولي) تاسو ته هيڅ فائده اونه رسوي.“ شافِعِ اُمَم، شاهِ عرب وعجم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د دې خبرې پته اولګيده نو په هغوئي باندې د جلال کيفيت راغلے او حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ئې اوفرمائيل: اے بلاله! خلق راجمع کړه...!! بيا هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په منبر باندې تشريف فرما شو، د الله پاک حمد و ثنا ئې بيان کړله او اوئې فرمائيل: ”څه حال دے د هغه خلقو کوم چې دا ګمان کوي چې زما قرابت (خپلولي) به فائده نه رسوي؟ د قيامت په ورځ به هر سبب او نسب (نسبي او د سخر ګنئ خپلوان) مات شي خو زما سبب او نسب چې دا په دنيا او آخرت کښې تړلے شوے دے.“[1]
علامه سيد ابن عابدين شامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: تقريباً هم د دې الفاظو حديث د نورو ډيرو سندونو نه روايت دے او د دې نه علاوه هم ډيرحديثونه دي د کومو نه چې دا