Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail
سُبْحٰنَ اللّٰہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! د اولادِ مصطفٰـى سره د محبت څومره ځانګړي شانونه دي، څوک چې د دې محبت سره د دُنيا نه لاړ شي، هغه شهيد دے، څوک چې د آلِ نبي د محبت سره د دُنيا نه لاړ شي، د هغه د پاره بخښنه ده، څوک چې د آلِ نبي د محبت سره د دنيا نه لاړ شي، هغه کامل ايمان والا دے، څوک چې د آلِ نبي د محبت سره د دنيا نه لاړ شي، هغه ته د جنت زيرے ورکولے شي، څوک چې د آلِ نبي د محبت سره د دُنيا نه لاړ شي، هغه ته به په عِزَّت سره جَنَّت ته داخله ميلاويږي، څوک چې د آلِ نبي د محبت سره د دُنيا نه لاړ شي، د هغه په قبر كښې به جنتي دروازې بيرته کيږي، څوک چې د آلِ نبي د محبت سره د دُنيا نه لاړ شي، د رحمت فرښتې د هغه قبر ته د زيارت د پاره راځي او څوک چې د آلِ نبي د محبت سره د دُنيا نه لاړ شي، هغه ته به په پل صراط باندې امن ورکولے شي. الله پاک دې مونږ ته هم دا پاک محبت نصيب کړي.
حُبِّ اہلِ بیت دے آلِ محمّد کے لئے کر شہیدِ عِشق حمزہ پیشوا کے واسطے
دو جہاں میں خادمِ آلِرسول اللہ کر حضرتِ آلِ رسولِ مقتدا کے واسطے
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه واوريدل! د آلِ نبـي معرفت (يعنې پيژندګلو مثلاً يعنې د هغوئي په باره کښې معلومات حاصلول، د هغوئي قدر پيژندل وغيره) د دوزخ نه د