Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

اَلَاَ وَمَنْ مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰلِ مُحَمَّدٍ مَاتَ تَائِبًا واورئ! کوم کَس چې د اهلِ بيت په محبت کښې وفات شو هغه د توبه کولو سره وفات شو اَلَا وَمَنْ  مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰلِ مُحَمّدٍ مَّاتَ مُؤْ مِنًا مُّسْتَکْمِلَ الْاِ یْمَانِ واورئ! کوم کَس چې د اهلِ بيت په محبت کښې وفات شو هغه د پوره ايمان سره د دُنيا نه لاړے اَلَا وَمَنْ مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰلِ مُحَمَّدٍ بَشَّرَہُ مَلَکُ الْمَوْتِ بِالْجَنَّۃِ ثُمَّ مُنْکَرٌوَّ نَکِیْرٌ واورئ! څوک چې د اهل بيت په محبت کښې وفات شو هغه له ملک المَوت حضرت عزرائيل عَلَیْهِ السَّلَام او بيا منکر نکير د جنت زيرے ورکوي اَلَا وَمَن مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰل مُحَمَّدٍ یُزَفُّ اِلَی الْجَنَّۃِ کَمَا تُزفُّ الْعُرُوْسُ اِلٰی بَیْتِ زَوْجِھَا واورئ! څوک چې د اهلِ بيت په محبت کښې وفات شو هغه د داسې عزت سره د جنت په لور بوتللے شي لکه څنګه چې ناوې د واده د ځلمي کور ته ليږلے شي
اَلَا وَمَن مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰل مُحَمَّدٍ فُتِحَ لَہُ فِی قَبْرِہِ بَابَانِ اِلٰی الْجَنَّۃِ واورئ! څوک چې د اهلِ بيت په محبت کښې وفات شو د هغه په قبر كښې د جنت دوه دروازے برسيره کولے شي اَلَا وَمَن مَّاتَ عَلٰی حُبِّ اٰلِ مُحَمَّدٍ جَعَلَ اللّٰہُ قَبْرَہُ مَزَارَ مَلَا ئِکَۃِ الرَّحْمَۃِ واورئ! څوک چې د اهل بيت  په محبت کښې وفات شو د هغه قبر ته فرښتې د زيارت د پاره راځي.[1]

 د آلِ پاک د معرفت برکت

حضرت علامه قاضي عياض مالکي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شِفَا شريف کښې نقل فرمائي: رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د آلِ مُحَمَّد معرفت (يعنې پيژندګلو) د دوزخ نه نجات، د دوئي سره محبت په پل صراط باندې آساني او د دوئي سره نيک سلوک کول د عذابِ الٰہی نه امان دے.[2]


 

 



[1] تفسیر کبیر،۷/۳۹۰

[2]... الشفا، الباب الثالث، فصل فى توقيره وبر آله...الخ، الجزء الثانى، ص٤۴۰.