Share this link via
Personality Websites!
په اهل بيت باندې په ظلم کوونکو باندې جنت حرام دے
سرکارِ عالي وقار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: کوم کَس چې زما په اهلِ بيتو باندې ظلم اوکړو او ما ته ئې زما د اولاد په باره کښې تکليف را اورسولو، په هغه باندې جنت حرام کړے شو. [1]
د اهلِ بيت سره دښمنئ ساتلو والا دوزخي
د حضرت عبدُ الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: که يو کَس د کعبې شريفې او مقامِ ابراهيم ترمينځه لمُونځ اوکړي، هم هلته پاتې شي او روژې اونيسي، بيا هغه د اهلِ بيت په دښمنئ کښې مړ شي نو هغه به دوزخ ته ځي.[2]
باغ جنّت کے ہیں بہرِ مدح خوانِ اَہْلِ بیت تم کو مژدہ نار کا اے دُشمنان اَہْلِ بیت
وضاحت: څوک چې د اهلِ بيتِو سره محبت کوي، د هغوئي تعريفونه بيانوي، د هغوئي د پاره د جنت باغونه دي او د اهلِ بيتو د دښمن د پاره د دوزخ غندنه ده.
که ساداتِ کرام ګناه اوکړي نو بيا...!!
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا هم ياد ساتئ که چرې خدائے دې نه کړي څوک سيد صاحب په ګناهونو کښې مشغول وي، بيا هم د هغه د بے ادبئ اجازت نشته، د هغه ادب به هم هغسې قائم وي ځکه چې د ساداتِ کرامو ادب د هغوئي د ذات په وجه نه بلکه د ساداتو د سردار، رسولِ مختار، مکي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره د نسبت په
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami