Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail
د اولادِ مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په باره کښې د تفصيلي معلوماتو د پاره د مکتبة المَدينه مختصر کتاب ” آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کے شہزادے و شہزادیاں“اولولئ!
اور جتنے ہیں شہزادے اس شاہ کے
ان سب اہلِ مکانت پہ لاکھوں سلام
خونِ خیر الرسل سے ہے جن کا خمیر
ان کی بےلوث طینت پہ لاکھوں سلام([1])
وضاحت: په دې شعر کښې سيدي اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په اولاد باندې سلام عرض کړے دے، عرض کوي: هغه پاکې هستيانې د کومو پيدائش چې د سَيِّدُ المُرسلين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مبارکې وينې نه اوشو، د هغوئي په بے عيبه او بے داغه فطرت باندې دې ډير ډيرسلام نازل وي.
د اهلِ بيت سره د بُغض لرونکو انجام
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! لکه څنګه چې د اولادِ مصطفٰے سره د محبت کولو بے شميره فضيلتونه او برکتونه دي، هم داسې د دوئي سره په بغض او دښمنئ کولو ډير سخت وعيدونه هم دي. په حديثِ پاک کښې دي: څوک چې غواړي چې زما عمر دې ډير وي او آرمانونه مې پوره شي هغه دې زما د اهل بيتو سره په ښه طريقه [او عِزَّت سره] وړاندې راځي او څوک چې د دوئي سره په ښه طريقه وړاندې رانشي، د هغه عمر کمولے شي او داسې کَس به د قيامت په ورځ په دې حالت کښې زما خوا له راځي چې د ده رنګ به تور وي.[2] د الله پاک پناه!