Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

ساتي او څوک چې د قرآن سره محبت ساتي هغه زما سره محبت ساتي او څوک چې زما سره محبت ساتي هغه زما د اصحابو او خپلوانو سره محبت ساتي.[1]

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه: د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتو سره محبت ساتل د عشقِ رسول نتيجه ده، د مؤمن بنده پيژندګلو(پہچان) دا ده چې هغه د الله پاک سره محبت کوي، د الله پاک سره د محبت کوونکي پيژندګلو دا ده چې هغه د قرآنِ کريم سره محبت کوي او د قرآنِ کريم سره د محبت کوونکي پيژندګلو دا ده چې د هغه په زړه کښې د محبوبِ خُدا، احمدِ مجتبٰی صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم محبت وي او د چا په زړه کښې چې محبتِ رسول موجود دے، د هغه پيژندګلو دا ده چې د هغه د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره هم محبت کوي او هغه د اهلِ بيتِ پاک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم سره هم محبت کوي. د دې ټول تعلق ميلاوهلو نتيجه دا را اوختله چې د صحابۀ کرامو او اهلِ بيتِ پاک محبت د مسلمانئ نښه ده.

اَہْلِ سُنّت کا ہے بیڑا پار اَصْحابِ رسول                نجم ہیں اور ناؤ ہے عترت رسول اللہ کی

      وضاحت: يعنې زمونږه د عاشقانِ رسول بيړئ اِنْ شَآءَ اللّٰہُ الْکَرِیم! په دنيا، قبر، قيامت، پل صراط هر ځائے کښې پار ده ځکه چې د الله پاک په فضل مونږ د هدايت د ستورو يعنې د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان سره محبت کوو او د فتنو د طوفان نه بچ کوونكي کشتئ يعنې د مصطفٰـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اولاد سره هم محبت کوو.

د سرکار قرب موندلو والا خوش قسمته

      د حضرت عبدُ الله بن عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکار عالي وقار، مکي مدني


 

 



[1] الصواعق المحرقۃ، الباب الحادی عشر، المقصد الثانی...الخ، ص۱۷۳