Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

د ټولو نه افضل نسب والا

      خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اولاد هم څومره ځانګړے شان دے، دا هغه د اوچتې مرتبے هستئ دي چې د دوئي د نسب په شان په دنيا کښې يو نسب هم نشته.

      صحابئ رسول حضرت عبدُالله بن عبّاس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ ذيشان، مکي مدني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: الله پاک مخلوق په 2 قِسمونو کښې تقسيم کړو نو زه ئې په هغوئي کښې په افضل قسم کښې اوساتلم، بيا ئې هغه 2 قِسمه په 3 قِسمونو کښې تقسيم کړو نو زه ئې په دې 3 کښې په ټولو کښې په افضل او بهترين قِسم کښې اوساتلم، بيا ئې د هغه 3 قِسمونو نه قبيلے جوړې کړې نو زه ئې د ټولو نه په افضل او اعلٰی قبيله کښې اوساتلم، بيا ئې قبيلے په کورَنو کښې تقسيم کړې نو زه ئې د ټولو نه په افضله او بهترينه کورنئ کښې اوساتلم، الله پاک فرمائي:

اِنَّمَا یُرِیۡدُ اللّٰہُ  لِیُذۡہِبَ عَنۡکُمُ الرِّجۡسَ اَہۡلَ الۡبَیۡتِ وَ یُطَہِّرَکُمۡ  تَطۡہِیۡرًا (ۚ۳۳(پ22، الاحزاب:33)

مفهوم ترجَمۀ کنزُ العرفان: اے د نبـي کور والـؤ! الله خو هم دا غواړي چې ستاسو نه هره ناپاکي لرې کړي او تاسو پاک کړي او ښه مو صفا کړي.

(شرف المؤبد، مترجم، ص:۹۶)

دې ته اووئيلے شو سِدره والا

د امام باقِر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه روايت دے، د نبيانو نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: زما خواته جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام راغلو او عرض ئې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم !