Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

راوله! وَجَدٍّ كَجَدِّهِمَا د هغوئي د نيکه بابا جان په شان نيکه، وَجَدَّةٍ كَجَدَّتِهِمَا د هغوئي د نيا په شان نيا وَعَمٍّ كَعَمِّهِمَا د هغوئي د ترۀ په شان ترۀ وَخَالٍ كَخَالِهِمَا د هغوئي د ماما په شان ماما راوله! بيا د هغوئي برابري هم اوکړه خو ياد ساته! تۀ به دا اونکړے شې، ځکه چې اَبُوْهُمَا فَعَلِـىُّ الْمُرْتَضٰى د دوئي والد عَلِـىُّ المُرتضٰی شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے اُمُّهُمَا فَفَاطِمَةُ الزَّهْرَاء د دوئي مور سيده فاطمةُ الزهرا رَضِىَ اللهُ عَـنْها ده جَدُّهُمَا مُحَمَّدُنِ الْمُصْطَفٰی د دوئي نيکه محمد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے جَدَّتُهُمَا خَدِيْجَةُ الْكُبْرٰى د دوئي نيا سيده خديجةُ الکبریٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْها ده عَمُّهُمَا جَعْفَرُ بْنُ اَبِيْ طَالِبٍ د دوئي ترۀ حضرت جعفر بن ابي طالب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دے خَالُهُمَا اِبْرَاهِيْمُ بْنُ رَسُوْلِ اللّٰہِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم د دوئي ماما حضرت ابراهيم بن رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے او خَالَتَاهُمَا رُقَيَّةُ وَاُمُّ كُلْثُوْمٍ اِبْنَتَا رَسُوْلِ اللّٰہِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ د دوئي تروريانې د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوڼه سيده رقيه او اُمِّ کلثوم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما دي.[1]

کیا بات رضا اس چمنستانِ کرم کی                         زہراء ہیں کلی جس میں حسین اور حسن پُھول

په سُنتِ فاروقي باندې عَمَل اوکړئ!

       خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! معلومه شوه: چې اولادِ رسولِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نسب په لحاظ سره د جدا شان مالِکان دي، د دوئي په شان نسب د بَل هيڅ چا هم نصيب نه دے، ورسره د دې واقعے نه دا هم معلومه شوه چې کله هم څه څيز تقسيمول وي نو د ساداتِ کرامو احترام په نظر کښې د ساتلو سره دوئي له غبرګه (ڈبل) حصه ورکول پکار دي، دا سُنتِ فاروقي دے.


 

 



[1] ریاض النضرۃ ،ج۱، ص۳۴۰