Book Name:2 Khatarnak Bhediya

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! مونږه مسلمانان يو، ربِّ کريم په خپل فضل و کرم سره مونږ ته د ايمان دولت عطا کړے دے. ايمان يو نور دے، کوم چې د بنده په زړه کښي ايښودے شي، بيا د هغه نور رنړا، د هغه ښکلا او پړقا د بنده په اندامونو (مثلاً لاسونو، ښپو، ژبے، سترګو وغيره) کښې، د هغه په اَفعَالو کښې، کردار کښې، په اخلاقو کښې په نظر راځي، ډير داسې څيزونه دي، کوم چې په زړه کښې موجود د ايمان نور كموي، د بنده په زړه کښې خو د اِيمان نور موجود وي، ليدونکي هغه ته مسلمان وائي، بنده خپل ځان هم مسلمان ګنړي، الله پاک، د هغه رسولان، کتابونه، فرښتې او قيامت وغيره مني هم، په هغې ايمان هم لري ولې د هغه په زړه کښې د ايمان نُور دومره كم شي چې د هغه نور رنړا، د هغه ښکلا ځلا د بنده د اندامونو نه، د هغه د اَفعَالو نه، د اخلاق و کردار نه نه ظاهريږي، بنده خو مسلمان وي خو د هغه کارونه د مسلمانانو نه وي، د هغه نيکو ته زړه نه کيږي، د نيکو مزه کمه او د ګناهونو مزه زياته شي، په آخرت باندې د ايمان لرلو باوجود بنده آخرت هير کړي، د قبرونو ليدلو سره هم هغه عبرت نه اخلي، غرض دا چې په زړه کښې د ايمان نور كم شي نو داسې حالت شي چې

بجھی  عشق  کی  آگ  اندھیر  ہے                  مسلماں  نہیں  راکھ  کا  ڈھیر  ہے

اوس هغه کوم څيزونه دي چې په زړه کښې د ايمان نور كموي؟ راځئ! په هغې کښې د 2 ډيرو خطرناکو او ډير نقصان رسوونکو څيزونو په باره کښې يو د سبق نه ډک حديثِ پاک واورو: