Book Name:2 Khatarnak Bhediya

د مال د محبت د نقصانونو بيان

علمائے کرام فرمائي: د مال د محبت دوه صورتونه دي:

د مال د محبت وړومبے صورت: بد لالچ

يو صورت (شکل) دا دے چې د انسان په زړه کښې د مال محبت وي، بنده غواړي چې زه په لږ وخت کښې مالداره شم، زما کارخانے وي، بنګلے وي، بينک بيلنس وي، غټ غټ ګاډي وي خو د مال د دې بد محبت په وجه انسان حرامو له لاس نه وروړي، مثلاً د خپلو خواهشاتو پوره کولو د پاره د رشوت لَين دَين نه کوي، د سود په لور نه ځي، غلا ګانې نه کوي، په ناپ تول کښې کمے نه کوي، نورو له دوکه نه ورکوي.

غرض دا چې د انسان په زړه کښې خو د مال محبت شته خو د حرامو کولو د پاره راپارونکے محبت نه دے، دې ته حِرص وئيلے شي. دا هم ډير نقصان رسوونکے څيز دے...!!

د مال محبت منافق جوړ کړو (عبرتناکه واقعه)

اوس يوه د سبق نه ډکه واقعه تاسو ته اورووم: د خوږ آقا، مکـي مدنـي مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ظاهري ژوند مبارک په زمانه کښې يو کَس وو، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې به حاضِريدلو، هغه کلمه هم وئيلې وه، ايمان ئې هم راوړے وو، د اِمامُ الانبياء صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په امامَت کښې