Book Name:2 Khatarnak Bhediya

محبت په وجه باندې آخِرت هيرول، د نيکو اعمالو نه لرې کيدل سراسر ناپوهي ده.

الله پاک دې مونږه د مال د حِرص نه بچ کړي.  اٰمِيۡن بِجَاهِ النَّبِيِّ الۡاَمِيۡن صَلَّى اللّٰهُ عَلَيۡهِ وَاٰلِه وَسَلَّم

د مال د محبت دويم شکل (صورت): شُحّ

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا خو وو د مال هغه محبت کوم چې انسان حرامو ته نه بوځي، بنده د مال حِرص کوونکے خو وي، په لږ وخت کښې د مالداره کيدو خوبونه خو ويني د خپلو دې خواهشاتو پوره کولو د پاره حرامې ذريعے نه خپلوي، د داسې قِسمه مال محبت هم څومره نقصان رَسَوي چې بعضې وخت د ايمان نه د خلاصيدو وجه جوړيږي، کله په زړه کښې نفاق پيدا کوي، د انسان نه آخِرت هير کړي او د دُنيا مستانه ئې جوړ کړي او د غفلت ښکار ئې کړي.

د مال د محبت يو بَل صورت هم دے، هغې ته شُحّ وئيلے شي. الله پاک په قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ مَنْ یُّوْقَ شُحَّ نَفْسِهٖ فَاُولٰٓىٕكَ هُمُ الْمُفْلِحُوْنَۚ(۹) (پارہ:28،سورۂ حشر:9)

(مفهوم) ترجمۂ کَنْز الايمان: او څوک چې د خپل نفس د لالچ نه بچ کړے شو نو هغه کامياب دے.