Book Name:2 Khatarnak Bhediya

د شُحّ مطلب دے چې بنده د مال په محبت کښې دومره وړاندې لاړ شي چې اوس په هغه کښې د حلال او حرام تميز هم پاتې نه شي، يعني دې درجے ته په رسيدو باندې د مال محبت د حِرص په ځائے په هَوَس کښې بدل شي، اوس بنده غواړي چې مال راشي، د هغې د پاره د سود لَين دَين هم کوي، رشوت هم اخلي، په ناپ تول کښې کمے هم کوي، د نورو سره ټګي (دهوكه) هم کوي، غرض دا چې د هغه بس مال پکار وي، که په حرامه راځي او که په حلاله طريقه، د هغې هيڅ پرواه نه کوي. په زړه کښې چې د مال محبت دومره زيات شي نو دې ته شُحّ وئيلے شي.[1]

د شُحّ نه ځان بچ كړئ ځکه چې دې

مخکښې خلق هلاک کړي دي

د صحابي اِبنِ صحابي حضرت عبدُ الله بِن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د الله پاک آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د شُحّ  (يعني د مال د زيات محبت) نه ځان بچ كړئ! بيشکه ستاسو نه مخکښې خلق دې تباه کړل. شُحّ (يعني د مال زيات محبت) هغوئي په خپلولئ ماتولو راپار کړل نو هغوئي خپلولئ ماتې کړې، دې هغوئي په کنجوسئ راپار کړل نو هغوئي کنجوسي اوکړه، د مال دومره زيات محبت هغوئي په ګناهونو راپار کړل نو هغوئي د ګناهونو په ډنډه کښې پريوتل.[2] د مسلم شريف په روايت کښې


 

 



[1]...مجموع رسائل ابن رجب حنبلی، جلد:1، صفحہ:69بتغیر قلیل۔

[2]...مسند احمد ، جلد:3، صفحہ:528، حدیث:6643ملتقطاً۔