Share this link via
Personality Websites!
414853
6521
دي: شُحّ (يعني د مال زيات محبت) ستاسو نه مخکښې (خلق) په وژلو راپار کړل نو هغوئي قتلونه اوکړل او حرام ئې حلال ګرځول شروع کړل.[1]
شُحّ او ايمان په يو زړه کښې نه جمع کيږي
د حضرت ابو هريره رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے چې د الله پاک آخِري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: شُحّ (يعني د مال زيات محبت) او ايمان د يو بنده په زړه کښې نه شي جمع کيدے.[2]
د مال جمع کولو او د شمارلو شمارلو سره د کيښودلو غندنه
په سيپاره 30، سورۀ هُمَزَه، آيت: 2 نه 9 پورې الله پاک ارشاد فرمائي:
الَّذِیْ جَمَعَ مَالًا وَّ عَدَّدَهٗۙ(۲) یَحْسَبُ اَنَّ مَالَهٗۤ اَخْلَدَهٗۚ(۳) كَلَّا لَیُنْۢبَذَنَّ فِی الْحُطَمَةِ٘ۖ(۴) وَ مَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْحُطَمَةُؕ(۵) نَارُ اللّٰهِ الْمُوْقَدَةُۙ(۶) الَّتِیْ تَطَّلِعُ عَلَى الْاَفْـٕدَةِؕ(۷) اِنَّهَا عَلَیْهِمْ مُّؤْصَدَةٌۙ(۸) فِیْ عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ۠(۹)
(پارہ:30،سورۂ هُمَزَہ:2-9)
(مفهوم) ترجمۂ کَنْز الايمان: چا چې مال جمع کړو او هغه ئې د شمارلو شمارلو سره کيښودو هغه دا ګنړي چې د هغه مال به هغه (په دنيا کښې) هميشه اوساتي. هيڅ کله هم نه، هغه به ضرور ضرور چوره چوره کوونکي ته غوزار كړے شي. او تاسو ته څه پته ده چې هغه ريز مريز کوونکے څه څيز دے؟ هغه د الله بل کړے شوے اور دے. کوم چې به په زړونو باندې خيژي. بيشکه هغه به په دوئي باندې بند کړے شي. په اوګږدو اوګږدو ستَنو کښې.
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami