Book Name:2 Khatarnak Bhediya

د عِزَّت او مشهورتيا محبت د مال نه زيات خطرناک دے

علمائے کرام فرمائي: د عزَّت او مشهورتيا محبت د مال نه هم زيات خطرناک دے، مال هغه څيز دے، د کوم د پاره چې انسان د در در ډَغَرې خوري، د مال حاصلولو د پاره خپل وخت، خپل طاقت، د کور کلي جُدائي هر څه برداشت کوي او د عِزَّت او مشهورتيا محبت داسې څيز دے د کوم د پاره چې که چرې انسان ډيره په سخته ګټلے شوے مال هم لګوي نو څه ويره نه محسوسوي بلکه د دُنيا د دروغو او بے فائدې عزَّت موندلو د پاره سَمې پيسې د اوبو په شان خرچ كوي. دلته څومره داسې خلق دي څوک چې صرف د بے کاره مشهورتيا په خاطِر بے لارې دي، نن صبا خو د سوشل ميډيا دور دے، خلق د مشهوريدو د پاره عجيبه عجيبه حرکتونه کوي، فضول بلکه د ګناهونو نه ډکې ويډيوګانے جوړوي او په سوشل ميډيا ئې اپ لوډ کوي، سيلفي اخلي او په سوشل ميډيا ئې خوروي او د مشهوريدو په چکر کښې داسې داسې حرکتونه کوي چې د الله پاک پناه ...!!

د سيلفئ نقصانونه

      شيخِ طريقت، اَميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په خپله رساله د سيلفئ په 30 عبرتناکو واقعاتو کښې داسې ډيرې واقعې ليکلي دي، مثلاً * د جاپان يو کَس په تاج