Book Name:Data Hazoor Aur Adab Ki Taleem

د مسلمانانو د خوږې مور جانې، حضرت عائشه صديقه طيبه طاهره رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه روايت دے چې د الله پاک آخري نبي، مکي مدني، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د بچي په خپل پلار باندې حق دے چې هغه، هغه له ښه نوم کيږدي او ښه آداب ورته اوښائي۔ ([1]) 

جو ہے باادب وہ بڑا بانصیب اور                        جو ہے بےادب وہ نہایت بُرا ہے([2])

د اَدَب وړومبے ترتيب

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو !  اَدَب اصلي بندګي ده، حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام  چې کله په کوهِ طور باندې حاضر شولو نو الله پاک د هغوئي سره وړومبے  کلام (خبرې) دا اوکړې:

اِنِّیۡۤ  اَنَا رَبُّکَ فَاخۡلَعۡ نَعۡلَیۡکَ ۚ اِنَّکَ بِالۡوَادِ  الۡمُقَدَّسِ طُوًی  (ؕ۱۲)  (پارہ:16،سورۂ طٰہٰ:12)

ترجمۀ کنزُ الايمان: بے شکه زه ستا رَبّ يم نو ته خپل پيزار اوباسه بے شکه ته په پاک ځنګل طویٰ کښې ئې۔

مُفَسِّرينِ کرام فرمائي: الله پاک حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام  ته د نعلين شريف (يعني د پيزار مبارک) ويستلو حکم اوکړو، د دې يوه وجه دا وه چې د بادشاهانو په دربار کښې د پيزار ويستو سره حاضِريدل اَدَب دے او الله پاک خو اَحکمُ الحاکِمِين دے، حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام د خالِقِ کائنات په حُضُور کښې حاضر دے، وادي هم مُقَدَّسه (پاکه) ده ځکه حُکم اوشو چې اے موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام  د خپل رَبِّ کريم او د برکت والا وادئ په اَدَب کښې نعلين (پيزار) شريف اوباسئ !  

الله اکبر !  اے عاشقانِ رَسُول !  د دې نه د اَدَب د اهميت اندازه اولګوئ !  معلومه شوه چې اَدَب د بندګئ وړومبے ترتيب دے، د دې په ذريعه انسان اوچتې مرتبې ته رَسي۔ حضرت جلال بَصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ايمان تقاضا ده چې بنده په شريعت باندې عمل اوکړي، ځکه چې څوک په شريعت نه پوهيږي هغه (کامِل) ايمان والا نشي کيدے او شريعت اَدَب ښائي، ځکه چې څوک په اَدَب نه پوهيږي، نه د هغه ايمان (کامِل) دے، نه هغه په شريعت پوهيږي۔ ([3]) اعلٰی حضرت، امامِ اهلِسُنَّت شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: لَادِیْنَ لِمَنْ لَااَدَبَ لَہٗ  په چا کښې چې اَدَب نه وي، د هغه څه دين نشته۔ ([4])


 

 



[1]...شُعب الایمان، باب فی  حقوق الاولاد، جلد:6، صفحہ:402، حدیث:8667ملتقطاً۔

[2]...وسائل بخشش، صفحہ:454۔

[3]...رسالہ قشیریہ مترجم، ادب کا بیان، صفحہ:494۔

[4]...فتاویٰ رضویہ، جلد:28، صفحہ:158۔