Book Name:Data Hazoor Aur Adab Ki Taleem

عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم.

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب       صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د جاهلانو په جهالت باندې د صبر کولو انعام

تاجدارِ لاهور، شيخُ المَشَائِخ، حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په کَشفُ المَحجُوب شريف کښې د خپل ژوند يوه انمول او سبق حاصلوونکې واقعه ليکلې ده، فرمائي چې: يو ځل ما ته يوه سخته راپيښه شوه، د دې نه مخکښې هم ما ته داسې سخته راپيښه شوې وه، هغه وخت ما د حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ الـلّٰـهِ عَـلَيْه په مزار شريف حاضري اوکړه، د کوم په برکت چې زما سخته حل شوه، دا ځل چې راته کله سخته راپيښه شوه نو ما بيا د حضرت بايزيد بسطامي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مزار شريف باندې حاضري اوکړه، 3 ورځې مې په مزار شريف حاضري اوکړه، هره ورځ به مې 3 ځله غسل او 30 ځله اودس کولو (يعني د پاکئ او آدابو خيال به مې ساتلو) خو زما سخته حل نه شوه (قُدرت ته دا منظوره وه چې دا ځل د ولي الله په مزار باندې د پاتې کيدو سره نه بلکه د تجربې او مشاهدې په ذريعه سخته حل شي)۔

فرمائي: چې سخته مې حل نه شوه نو ما خُراسان ته د تللو اراده اوکړه، خُراسان ته د تللو په وخت په لاره کښې يو کلے راغلے، هلته ما يوه خانقاه اوليدله۔

په مخکښني دور کښې به اوليائے کرامو مدرسه يا د عبادت ځائے جوړولو، چرته چې به دوئي پاتې کيدل او د خپلو مريدانو تربيت به ئې کولو، کيدے شي چې هم دغه وجه وه چې داتا حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپې تيرولو د پاره دغه خانقاه ته تشريف يوړلو خو دلته معامله اُلټا وه، په دغه خانقاه کښې اوسيدونکي عالمان او عبادت کوونکي نه وو بلکه جاهلان او بد اخلاقه وو، حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د عامو مُسافرو په شان زما سره سامان نه وو، خرابې شان جامې مې اغوستي وې، په لاس کښې مې کونټئ او د اوداسه د پاره لوښے وو، زما دا حالت چې هغوئي اوليدو نو په ما پسې ئې خندا اوکړه، شپه ډيره تيره شوې وه او هلته شپه تيرول ضروري وو، ځکه د ځائے نه لرلو باوجود زه په هغه خانقاه کښې پاتې شوم، هغوئي زه په لاندې منزل کښې پاتې کړم او پخپله بره خانې ته لاړل، چې د ډوډئ وخت شو نو هغوئي د ميلمستيا هيڅ خيال اونه ساتو، ما له ئې وَچه کلکه ډوډئ راکړه او  پخپله ئې ښه خوراکونه کول او د دې سره سره ئې په ما پسې (د خندا کولو په