Book Name:Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen
شيخ ابُو الحَسَن نُورِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاك نيك بنده او ولـئ كامل وو، د لرې لرې پورې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ولايت خور شوے وو، خلق به د بركت د پاره د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضريدل او فيض به ئې موندلو. يو ځل دوه دَرويشان د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ملاقات د پاره اووتل، په دوئي كښې يو درويش د ځناورو په ژبه پوهيدلو، كله چې دا دواړه درويشان د شيخ ابُوالحَسَن نُورِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ښار ته اورسيدل نو اوئې ليدل چې دوه پيشوګان په خپل مينځ كښې خبرې كوي. درويش د پيشوګانو خبرې واوريدلې او غمژن شو اِنَّا لِلّٰہِ وَ اِنَّا اِلَیْہِ رَاجِعُوْن ئې اوئيلو. دويم درويش ترې تپوس اوكړو نو اوئې وئيل: يو پيشو بل ته وئيل:شيخ ابُو الحَسَن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نُورِي وفات شوے دے. دواړه ډير خفه شو، خير! د دومره لرې نه راغلي وو، سوچ ئې اوكړو چې اوس خو به ئې په جنازه كښې شركت كوو، بيا دا دواړه د شيخ ابُو الحَسَن نُورِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كور ته اورسيدل. څه ګوري چې شيخ ابُو الحَسَن نُورِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پخپله د هغوئي هر کلي د پاره تشريف راوړو، دواړه ډير حيران شو چې دا څه مُعامَله ده؟ پيشوګانو خو د دوئي د وفات خبر وركړے وو، دا خو ژوندے دے. شيخ ابُو الحَسَن نُورِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې هغوئي حىران اوليدل نو تپوس ئې اوكړو: څه خبره ده؟ تاسو حيرانه ولے ئې؟ درويش د پيشوګانو د خبرو په باره كښې اووئيل. شيخ ابُو الحَسَن نُورِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: پيشوګانو رښتيا وئيلي دي. زه يو ساعت د الله پاك د ذِكر نه غافله شوے ووم، بس هغه وخت په زمكه او اسمان كښې اِعلان اوكړے شو چې ابُو الحَسَن نُورِي وفات شو، د پيريانو او انسانانو نه علاوه ټول مخلوق هغه آواز واوريدلو. بيا ئې اوفرمائيل: په ما دغافله كيدلو کيفيت د يو ساعت د پاره وو، اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰہ! ما ته بيا د ذِكر نِعمَت رانصيب شو.[1]