Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen

Book Name:Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen

د ذِكرُ الله فضائل

       حضرت مُعاذ بِن جَبل رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: يوه ورځ مونږه درَسُـولُ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! سره په سفر وو، په دې وخت كښې بعضې په اس سواره صحابۀ كرام عَلَيْهِمُ الرِّضْوان مخكښې تير شو، بعضې شاته پاتې شو، په دې باندې د الله پاك حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: یَا مُعَاذُ! اَیْنَ السَّابِقُوْنَاے مُعاذه! مخكښې تيريدونكي چرته دي؟ ما عرض اوكړو: يَـارَسُـولَ اللّٰه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! بعضې مخكښې تير شو، بعضې شاته را روان دي. په دې باندې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:یَا مُعَاذُ! اِنَّ السَّابِقِیْنَ الَّذِیْن یَسْتَہْتِرُوْنَ بِذِکْرِ اللّٰہِيعني اے مُعاذه! (په حقيقت كښې) مخكښې تيريدونكي خو هغه دي كوم چې د الله پاك د ذِكر ډير شوق لري.[1]

د عرش په نُور كښې انغښتے شوے کَس

       د معراج شريف په حديثونو كښې دي، رَسُـولُ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: د معراج په شپه ما د عرش په نُور كښې انغښتے شوے يو كس اوليدلو، ما پوښتنه اوكړه: مَنْ هٰذَا ؟اَمَلَکٌ؟دا څوك دے؟ آيا يوه فرښته ده؟ اووئيلے شو: نه. ما اووئيل: اَ نَبِیٌّ آيا يو نبـي دے؟ اووئيلے شو: نه. ما تپوس اوكړو: مَنْ هُـوَ؟بيا دا څوك دے؟ جوب راكړے شو (د هغې خُلاصه ده) چې دا هغه كَس دے د چا چې درے صفتونه دي: (1) د ده ژبه به هميشه په ذِكرُ الله لَمْدَه وه (2) د ده  زړه به د جمات سره لګيدلے وو (3) او د ده په وجه د ده مور او پلار ته ردې بدې نه دي وئيلے شوي.[2]


 

 



[1]...جَامِعُ العُلُوْم والحِکَم ، صفحہ:451۔

[2]...جَامِعُ العُلُوْم والحِکَم، صفحہ:453۔