Book Name:Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen
قرآن د الله پاك ذِكر دے خو په دې کښې خو چرته د الله پاك د ذات او صفاتو بيان دے، چرته د حُضُورِ اَنوَر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوصاف دي، چرته د كافرانو واقعات دي. او د قرآنِ كريم تلاوت غوره ذِكر دے، معلومه شوه: دا ټولې خبرې په ذِكر كښې شاملې دي.
خوږواومحترمو اسلامي ورونړو! دا ټول د ذِكر مختلف صورتونه دي خو په حقيقت كښې ذِكر د غفلت اوچتولو نوم دے يعني د زړه نه د غفلت د پردې لرې كولو چې كوم كيفِيَّت دے، هغې كيفِيَّت ته ذِكر وائي. د اِمام واسِطـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه پوښتنه اوكړے شوه: ذِكر څه ته وائي؟ اوئې فرمائيل: اَلْخُرُوجُ مِنْ مَّیْدَانِ الْغَفْلَۃِيعني د غفلت د ميدان نه د وَتَلو نوم ذِكر دے.[1] د مثال په طور يو سړے د ګناه په كار كښې مصروف دے (مَثَلاً فلمونه ډرامے ګوري)، ناڅاپه د هغه په زړه كښې خيال راغے چې زر ده چې زه به هم مرم، د خپل كريم مالِك، رَبُّ الْـعٰـلَـمِيْن په بارګاه كښې به هم حاضريږم، په دې خيال سره هغه ګناه پريږدي. دا د غفلت د ميدان نه وَتَل دي، دې حالت او كيفِيَّت ته ذِكر وئيلے كيږي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد