Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen

Book Name:Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen

د بيان اوريدلو نيتونه

فرمَانِ مُصطَفٰےصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم:ا َفْضَلُ الْعَمَلِ اَلنِّيَّةُ الصَّادِقَةُ(يعنې) رښتينے نِيَّت د ټولو نه افضل عمل دے.[1]

خوږو او مُحترمواسلاميورونړو!ښه نِيَّت افضل ترين عمل دے. راځئ! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړو: نِيَّت اوکړئ چې *نظر به ښكته ساتم او ښه په غور به بيان اورم * چې څومره كيدے شي د ډډې وهلو په ځائے به د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت د اَلتَّحِيَّات په شكل كښېكښينم*د ضرورت په توګه به راغونډ كښينم او نورو ته به ځائ فراخه كووم *كه څوك راته څه تكليف را اُورَسَوي نو صبر به كووم *چا ته به د نيغ نيغ كتلو نه ځان بچ ساتم *د بيان نه پس به پخپله ورمخكښې كيږم او سلام به كووم *كه قلم كاغذ درسره وي نو د اهمو نكاتو نوټ كولو نِيَّتهم اوكړئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                           صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

عظمت لرونكے روژه دار څوك دے؟

       حضرت بِن مُعاذ رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهد خپل والِد صاحب نه روايت كوي: يو ځل يو نُوراني محفل جوړ وو، رَسُولِ كريمصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّمتشريف فرما وو، صحابۀ كرام رَضِیَ اللهُ عَنْهُم هم حاضر وو، يو صحابي رَضِیَ اللهُ عَنْهُد خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّمپه خدمتِ اقدس كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو: يَـارَسُـولَ اللهصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! جهاد كوونكو كښې د


 

 



[1]...جامع صغیر، صفحہ:81، حدیث:1284۔