Book Name:Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen
اِمام قُشيري ليكي: زما اُستاذ صاحب فرمائيلي دي:لَا یَصِلُ اَحَدٌ اِلَی اللّٰہِ اِلَّا بِدَوَامِ الذِّکْرِ يعني بنده الله پاك ته صرف او صرف د الله پاك په ذِكر هميش والے اختيارولو سره رسيدے شي.[1]
مشهور صوفـي بُزُرګ حضرت مولانا روم فرمائي:
گَرْ تُوْ خَوَاہِی زِیْسْتَنْ بَاآبْرُوْ ذِکْرِ اُوْ کُنْ ذِکْرِ اُوُ کُنْ ذِکْرِ اُوُ
ہَرْ گَدَا رَا ذِکْرِ اُوْ سُلْطَاں کُنْدْ ذِکْرِ اُو بَس زَیْوَرِ اِیْمَاں بَوَد
ہَرْ کِہْ ِدیْوَانَہ بَوَدْ دَرْ ذِکْرِ حَقْ زِیْرِ پَائِشْ عَرْشْ وکُرْسِی نُہ طَبَق
مفهوم:که د عِزَّت نه ډك ژوند تيرول غواړې نو د الله ذِكر اوكړه! د الله ذِكر اوكړه! د الله ذِكر اوكړه! د الله ذِكر سوالګيرے بادشاه جوړوي، خُلاصه دا ده چې د الله ذِكر د اِيمان كالے دے، څوك چې د الله په ذِكر كښې ليونے شي، عرش او كرسئ او ټول طبقات د هغه ماتحت شي.
د ذِكرُ الـلّٰـه كثرت سُنَّتِ مصطفٰى دے
اُمُّ الْمُؤْمِنِیْن، حضرت عائشه صِدِّيقه رَضِیَ اللهُ عَنْهافرمائي: د مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هر وخت په ذِكرُ الله كښې مصروفه اوسيدلو.[2]