Share this link via
Personality Websites!
مشهور مُفسّرِ قرآن، حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيميرَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې فرمائي: غالبًا د پوښتنې كوونكي صحابـي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ پوښتنه د نفلونو مُتَعَلِّق وه(چې يَـارَسُـولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! نفل عبادتونه ډير زيات دي، په هغې كښې يو عبادت اوښائې چې زه ئې مضبوط اونيسم)، په دې باندې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا جواب وركړو، مقصد دا دے چې هر وخت په ژبه د الله پاك يو ذِكر جاري وي. الله پاك دِ داسې ژوند را نصيب كړي.[1]اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْنصَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
د حضرت مُعاذ رَضِیَ اللهُ عَنْهُ د پاره آخري نصيحت
صحابـي رسول حضرت مُعاذ بِن جبل رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ظاهري ژوند كښې زما چې د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره كوم آخري ملاقات شوے وو، هغه وخت ما عرض اوكړو: يَـارَسُـولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! كوم عمل د ټولو نه غوره او الله پاك ته زيات نِزدې كوونكے دے؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اَنْ تَمُوتَ وَلِسَانُکَ رَطْبٌ مِّنْ ذِکْرِ اللّٰہِ يعني اے مُعاذه! تاته دې مرګ په داسې حال كښې راشي چې ستا ژبه د الله په ذِكر لَمْده وي.[2]
حضرت مفتی احمد یار خان نعيميرَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: مقصد دا دے چې هر وخت په ژبه د الله پاك يو ذِكر جاري وي، معلومه نه دهچې مرګ كله راځي، چې كله هم ملَكُ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami