Book Name:Zikr Ullah Ki Adat Kesay Banayen
اے عاشِقانِ رسول! دا ذِكر دے او دا غفلت دے.....!! ذِكر كوونكے په حقيقت كښې ژوندے دے او غافل داسې دے لكه مړے.
په غافِله باندې شيطان مقرر كيږي
الله پاك په قرآنِ كريم كښې فرمائي:
وَ مَنْ یَّعْشُ عَنْ ذِكْرِ الرَّحْمٰنِ نُقَیِّضْ لَهٗ شَیْطٰنًا فَهُوَ لَهٗ قَرِیْنٌ(۳۶) (پارہ:25،سورۂزخرف:36)
[مفهوم] ترجمۂ کَنْز العِرْفان:او څوك چې د رحمٰن د ذِكر نه مخ واړوي نو مونږه په هغه باندې يو شيطان مقرر كوو نو هغه د هغه ملګرے وي.
د الله پاك آخري نبـي، رسُول هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د شيطان سونډ د انسان په زړه باندې دے، كله چې بنده د الله پاك ذِكر كوي نو هغه راغونډ شي، او كه هغه د الله پاك د ذِكر نه غافله شي نو شيطان د هغه زړه خپله لقمه [يعني نمړئ] جوړوي.[1]
په سرونو باندې ئې تور كارغان ناست وو
نقل دي يو مسلمان پيرے د حضرت اِمام ابُو القاسِم قُشَيري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوست وو، يوه ورځ دا دواړه په جمات كښې ناست وو او خلق هم ناست وو، مسلمان پيري