Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
دوره وو، که خبره ئې نه اوريدلے نو د عِزَّت مسئله ئې جوړيدله، بهرحال د خپل عزت ساتلو د پاره ئې اُووئيل: وايه! څه خبره ده: غريب سړي اُووئيل: يوه د راز خبره ده، په غوَږ کښې به درته وايم. بادشاه په اس ناست سر ورښکته کړو، هغه کس د بادشاه غوږ ته خُله نزدې کړه او ورته ئې اُووئيل: بادشاه سلامت! زه مَلَك ُ الْمَوت [يعنې د مرګ فرښته] يم، ستا روح ويستلو د پاره راغلے يم.
اَللهُ اَکْبَر! په دې خبره بادشاه سخت اُويريدو او بدن ئې په لړزان شو او د مخ رنګ ئې هُم بدل شو، د ډيرې ويرې نه ئې په رپيدو رپيدو او په ډيره عاجزئ ئې اُووئيل: اے مَلَك ُ الْمَوت عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام! دا وخت ما ته مُهلت راکړئ چې د سلطنت دوره پوره کړم او کور ته اورسيږم نو بيا رانه رُوح واخلئ. مَلَك ُ الْمَوت عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام اُوفرمائيل: په الله پاک مې دِ قَسَم وي: نور به ته خپل سلطنت [يعني بادشاهي] نه شې ليدلے او تا ته به د خپل کور والؤ طرف ته د تللو اجازت هُم نه ملاويږي. مَلَك ُ الْمَوت عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام دا اُووئيل او د بادشاه رُوح ئې قبضه کړو، لږ ساعت مخكښې چې کوم بادشاه د غرور او تَکَبُّر په نشه کښې په ډير تَکَبُّر کښې روان وو هغه په زمکه راپريوتو او د هميشه په خوب اُوده شو.
آگاہ اپنی موت سے کوئی بشر نہیں سامان سو برس کا ہے، پَل کی خبر نہیں
يو ځل حضرتِ حَمّاد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اديرې ته تشريف يوړلو، قبرونه ئې چې اوليدل نو د وفات شوو خلقو مُتَعَلِّق ئې غور و فِکر اوکړو او په ژړا شولو، تر دې چې د مسلسل ژړلو ژړلو په وجه ئې ګيره مبارکه په اوښکو لـمده شوه، بيا ئې د عربئ شعرونه اُووئيل او اُوئې فرمائيل: اے خلقو! قسم په خُدائے چې په نيکو اعمالو کښې کوشش اوکړئ! بيشکه قبر ستاسو مخې ته دے، مرګ ستاسو په تلاش کښې په تاسو پسې ګرځي، څه چې تاسو جمع کړي دي نزدې ده چې هغه به تقسيم کړے شي، کوم عمارتونه چې تاسو جوړوئ نزدې