Book Name:Qabren Pegham-e-Fana Deti Hain
كاش چې مونږه هم د قبر د تِيارې فِكر اوكړو. كاش چې مونږه هم د قبر هغه سخته ويره او تنهائي يادوونكي جوړ شو. كاش چې د سترګو نه مو د غفلت پردے لرې شي، زړه مو د دُنيا نه بيزاره شي، د ګناهونو نه نفرت را نصيب شي او قبر روښانه كوونكو كارونو كښې مصروفه شو.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مرګ په سر ولاړ دے، هره ورځ په مقبره كښې د قبرونو زياتيدل مونږ ته د فنا کيدو خبر راكوي. هيڅ معلومه نه ده چې په مونږه كښې څوك څه وخت مړ كىږي او جور قبر ته رسيږي؟ مونږه دې دُنيا ته راغلي په ترتيب يو يعني اوَّل نيكه، بيا پلار، بيا ځوئ، بيا نمسے دُنيا ته راځي خو د مرګ دا ترتيب کيدل ضروري نه دے. ډير ځله داسې شوي دي چې بوډا نيكه ژوندے وي او نمسے ئې مړ شي، د چا نيكه [يعني د مور پلار] ژوندے وي او مور ئې وفات شي. په مونږه كښې به د چا د كور نه د هغه د ورور جنازه اوچته شوي وي، د چا به مور د هغوئي په مخكښې د مرګ غيږې ته رسيدلي وي، د چا به پلار وفات شوے وي، د چا به ځلمے بچے په حادثه کښې مړ شوے وي، د چا به نيا د دُنيا نه سفر کړے وي، د خپلو خپلوانو وفات كيدونكو په شان به مونږه هم يوه ورځ ناڅاپه دا دُنيا پريږدو. بيا به مونږه هم په قبر كښې پراته يو، آه! هغه د تنهائې كور يوه ورځ زمونږه مستقِل كور (يعني د اوسيدو ځائے) جوړيدو والا دے.
حضرتِ محمد بن سَمّاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يوه ورځ زه يو قبرستان ته لاړم، هلته زما نظر په يوه کُتبه پريوتو [يعني د قبر سر ته چې يوه د ماربل وغيره تخته لګيدلي وي او په